فېلېپین: اورپکو سره نښتو کې لسګونه پولیس وژل شوي

Image caption راپورونه وايي د عملیاتو هدف دوه مهم اورپکي دي.

چارواکي وايي د فېلېپین په سوېلي ولایت مګېندناو کې د اسلامي سخت دریځو یاغیانو سره په درنه جګړه کې لسګونه کوماندو پولیس وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې پولیس د یکشنبې پر ورځ هغه کلي ته ورننوتي چې د مورو اسلامي خپلواکۍ جبهې په نامه ډلې تر ولکې لاندې و او جګړه کې د دغې ډلې ګڼ یاغیان هم وژل شوي دي.

راپورونه وايي د عملیاتو هدف دوه مهم اورپکي دي.

دا تېر کال د سولې له خبرو اترو وروسته چې د لسیزو جګړه یې پای ته ورسوله، د حکومت او د یادې ياغي ډلې تر منځ تر ټولو سخته جګړه ده.

د یکشنبې ورځې د جګړې په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي، خو په ظاهره کوماندو پولیسو د مګېندناو ولایت ماماسپانو ښارګوټي ته نږدې سیمه کې پر یوه کلي ناڅاپي برید کړی دی.

د راپورونو له مخې پولیسو غوښتل چې د مورو اسلامي خپلواکۍ جبهې ډلې سره تړلې د بلې ډلې بنګسمورو اسلامي خپلواکۍ جنګیالیو غړي ونیسي.

خو د ماماسپانو ښارګوټي ښاروال طاهرالدین بینزر امپتوان ویلي پولیسو، د سولې د تړون له مخې، د مورو اسلامي خپلواکۍ جبهې ډلې ته له وړاندې د برید خبرداری نه و ورکړی ځکه نو د دغې ډلې غړو پولیسو سره جګړه پیل کړه.

د راپورونو له مخې جګړې څو ساعته دوام وموند.

د مرګژوبلې شمېرې مالومې نه دي. ځايي او نړیوال خبري راپورونه د بېلا بېلو چارواکو له خولې د وژل شویو کوماندو پولیسو شمېر د ۴۰ او ۵۰ تر منځ ښيي.

د مورو اسلامي خپلواکۍ جبهې ډلې د دغې نښتې پخلی کړی خو د وژل شوو یاغیانو او د هغوی د ملګرو شمېر کره نه دی.

ځايي چارواکو وویل نښته هغه مهال پای ته ورسېده چې د اوربند څارونکو مداخله وکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځايي چارواکو وویل نښته هغه مهال پای ته ورسېده چې د اوربند څارونکو مداخله وکړه.

په جګړه کې پوځ ښکېل نه و خو سیمې ته سوله ساتي ځواکونه لېږل شوي دي.

د ملي پولیسو مشر لیونارډو ایسپینا وویل مالومات "څرګند نه دي" خو "سیمه کې د یو مهم هدف پر ضد، چې د مرکزي مېندناو سیمې د وروستیو بمي چاودونو شک پرې کېږي، عملیات روان دي".

بېلا بېل راپورونه وايي پولیس د جماعت اسلامیه سخت دريځې ډلې د مهم غړي ذوالكفل بن الهر چې د مروان په نامه هم پېژندل کېږي او د دغې ډلې د بم جوړولو مشکوک کارپوه باسط عثمان چې د بنګسمورو اسلامي خپلواکۍ جنګیالیو ډلې سره تړلی، په لټه کې دي.

جماعت اسلامي ډله د القاعدې سره اړیکې لري او غواړي چې په سوېل ختیځې اسیا کې اسلامي دولت رامنځ ته کړي.

دغه ډله په اندونیزیا او د سیمې په نورو هېوادونو کې د بمي بریدونو اوږده مخینه لري.

مروان چې د امریکا څارګرې ادارې (ایف بي آي) د مطلوبو کسانو په لست کې دی، ویل کېږي چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې په سوېلي فېلېپین کې پټ دی.

د مروان او باسط د مړینې په اړه څو ځلې ناسم راپورونه ورکړل شوي دي. امریکا د دغو دواړو اورپکو د نیولو پر سر جایزه ټاکلې.

د تېر کال د سولې تړون له مخې بېلتون غوښتونکو سره د اورپکۍ نه د لاس اخیستلو په بدل کې د لا نورې ازادۍ ژمنه شوې وه. خو خبریالان وايي داسې ښکاري چې دغه تړون ناکامه شوی دی.

ورته مطالب