د مصر پخواني ولسمشر زامن له بنده خوشي شول

د انځور حقوق bbc
Image caption علا او جمال په ۲۰۱۱ کال کې له پلار سره يو ځای د اداري فساد او درغلۍ په تور نيول شوي وو.

د مصر د پخواني ولسمشر دوه زامن يې د حکومت له پرځېدو څلور کاله وروسته له بنده خوشي شول.

امنيتي چارواکي وايي، علا او جمال د دوشنبې ( جنوري ۲۶) د قاهرې له طره بندځي څخه خوشي شول.

د مصر محکمې د حسني مبارک د زامنو د خوشي کېدو اعلان تېره اوونۍ کړی و.

دوی ته مخکې له دې د څلور کاله بند سزا اورول شوې وه.

تېره اوونۍ مصر کې د پوليسو او حکومت ضد لاريونيانو تر منځ، نښتو کې ګڼ شمېر کسان و وژل شول.

د حسني مبارک د پرځولو يو لوي لامل هغه اوازې وې، چې ويل کېدل دولتي شتمنۍ يې غصب کړې او بې ځايه ګټه يې ترې اخيستې ده.

۵۱ کلن جمال د د موکراتيک ګوند يو مخکښ غړی و او داسې ويل کېده چې کېدای شي د پلار ځای ناستی يې شي.

۵۳کلن علا د سوداګريزې ټولنې مشر و.

دواړه په ۲۰۱۱ کال کې له پلار سره يو ځای ونيول شول پر دوی د اداري فساد او درغلۍ تور و.

دوی دواړه د ۱۴ ميليونو ډالرو د غلا په تور په څلور کال بند محکوم شوي وو.

تېره مياشت دغه تورونه د سترې محکمې له خوا لېرې شول.

همدارنګه د محکمې له خوا حسني مبارک په تړاو د درغلۍ تورنه هم لېرې شوي وو. ۸۶

کلن حسني مبارک په پوځي روغتون کې ژوند کوي او معلومه نه ده چې کله به خوشي شي.

پر ده تور دی چې په اولسي پاڅون کې يې په وينا ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.