اسلامي دولت ډله "له کوباني ایستل شوې"

د انځور حقوق bbc
Image caption شننونکي وايي د کوباني جګړه د ايتلافي ځواکونو د هوايي بريدونو د وړتيا لپاره يو لوی امتحان و

کردي ځواکونو د اسلامي دولت په نامه اورپکه ډله د سوریې له شمالي ښارګوټي کوباني څخه ايستلې ده.

د اسلامي دولت ډلې په شا تګ نه وروسته کردي ځواکونه د کوباني سيمې ختيځو برخو ته ننوتي دي.

فعالان وايي له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اسلامي دولت ډله او کردي ځواکونه په کوباني سيمه کې له یو بل سره په جګړه کې ښکېل وو.

ويل کېږي خلکو له خوښيو نڅاګانې او اور شيندنې کولې.

شنونکي وايي د کوباني دغه جګړه د ايتلافي ځواکونو د هوايي بريدونو د وړتیا لپاره يو لوی امتحان و.

کردي جنګياليو دغه پرمختګ د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له هوايي بريدونو نه وروسته کړی دی.

له ډېرې مودې راهيسي امريکا او ايتلافي ځواکونه د اسلامي دولت پر ډلي بريدونه کوي چې ډېر لوی زيان يې ور اړولی دی.

اسلامي دولت ډلې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د کوباني سيمه نيولي وه.

د دغې اورپکې ډلې له بريدونو وروسته یو لک او شپېته زره خلک، په ځانګړې ډول کردان، ترکيې ته اوښتي وو.

په انګلستان کې د سوريې د بشري حقونو ټولنې په وينا دغه جګړه کې شاوخوا ۱۶۰۰ کسان ووژل شوي دي.

ورته مطالب