د امریکا پخواني ولسمشر لیک مشتري و نه موند

د انځور حقوق AP
Image caption د ابراهم لنکن یادګارونه له اتو لکو ډالرو په یو څه ډېره بیه لیلام شول

د پخواني امریکايي ولسمشر ابراهم لنکن ځینې یادګاري شیان لیلام شوي، خو د هغه یو لیک مشتري و نه موند.

بل لور ته د نوموړي د وژونکي یو لیک تر ټولو لوړه بیه وموندله. په ټول کې د لنکن اړوند توکي له اتو لکو ډالرو یو څه په ډېره بیه لیلام شول.

د هغه د سر یو څه ویښته د ۲۵ زره امریکايي ډالرو بدل کې وپلورل شول، خو هغه لیک یې مشتري و نه موند، چې نوموړي پکې د کورنۍ جګړې اعتراف کړی.

هغه لیک، چې د لنکن د قاتل جان ولیکس بوت، لاسلیک پکې موجود دی، د ۳۰ زرو ډالرو بدل کې وپلورل شو.

د نوموړي د نیولو لپاره ورکړل شوی امر بیا د ۲۱ زره دوه سوه پنځوسو ډالرو بدل کې لیلام شو. د ابراهم لنکن د دغو یادګارونو پیل ۱۹۶۳ کې وشو، چې دونالډ ډو نومي سړي په ټکساس ګالري کې زېرمه کړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ابراهم لنکن پیکی د هغه له وژل کېدو سملاسي وروسته جراح ډاکټر جوزف بارنس پرې کړی و

نوموړی پنځه کاله مخکې ومړ او اوس یې زوی ګریګ وايي وخت راغلی، چې دغه یادګارونه نور خلک هم ترلاسه کړي. ګریګ وايي پلار یې د کورنۍ جګړې او پوځي تاریخ سره د خپلې علاقې له کبله دغه توکي ټولول، خو وايي وروسته یې لنکن او د هغه وژونکي ته پام واوښت.

ډالاس کې د هریټیج آکشن، ادارې ایریک بریډلي وايي، له دغه لیلامه ۸۰۳۸۸۹ ډالر تر لاسه شول چې وايي د دوی د اټکل دوه برابره پېسې دي.

د ابراهم لنکن پیکی د هغه له وژل کېدو سملاسي وروسته د ۱۸۶۵ کال د اپریل په ۱۴ مه جراح ډاکټر جوزف بارنس پرې کړی و.

د هریټیج اکشن، ادارې ډان ایکرمین اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د لنکن د وژونکي بوت، لیک ځکه د لوړې بیې بدل کې وپلورل شو چې وايي د لنکن له وژل کېدو وروسته د هغه ټول لیکونه، اسناد او لاسلیکونه خلکو له هغه نه د کرکې له کبله وسوځول، ځکه اوس ۱۵۰ کاله وروسته د دغه لیک شتوالی یې نایابوي.

د لنکن د وژنې دوو عیني شاهدانو رسمی څرګندونې په ترتیب سره د ۲۷ زرو او ۱۴ زره درې سوه پنځه اویا ډالرو بدل کې وپلورلې شوې. د لنکن لیک چې مشتري یې و نه موند د ټوټو په بڼه و، چې نوموړي ۱۸۶۲ کال د بالټي مور ایالت یوه وکیل ته کښلی و.

۔