د مالیزیا هوايي شرکت پر ویبپاڼه انټرنیټي برید شوی

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه معلومه نه ده، چې ولې انټرنیټې برید د مالیزیا هوايي شرکت پر پاڼه شوی

هغو هېکرانو چې ځانونه د ( چرمښکۍ ځواک د انټرنیټي رسمي خلافت ) غړي بولي د مالیزیا ملي هوايي شرکت پر رسمي ویبپاڼه برید کړی.

اوس د هوايي شرکت پر پاڼه یو عکس لیدل کېږي، چې پر سر یې یوه خولۍ ده او پکې د چرمښکۍ مخ لیدل کېږي.

مالیزیا ایرلاین مني، چې ویب سایټ کې یې ګوتې وهلې شوې، خو وايي د مساپرو ډیټا او ثبت بهیر ته پکې زیان نه دی اوښتی.

دغه هوايي شرکت وار له مخه له دوو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، چې یو یې د ایم ایچ ۳۷۰ نومې الوتکې تري تم کېدل او بل هم د ایم ایچ ۱۷ نومې الوتکې راغورځول کېدل دي.

د دوشنبې په ګهیځ د یاد هوايي شرکت پر مرکزي پاڼه یو پیغام لیکلی و، چې داسې لوستل کېده: "404 - Plane Not Found" and "Hacked by Lizard Squad".

لومړي سر کې به د براوزر پر مخ داسې تورې هم معلومېدل، چې وايي، ' داعش به بریالی کېږي ' خو بیا له هغه وروسته هغه توري نه دي څرګند شوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ولې انټرنیټې برید د مالیزیا هوايي شرکت پر پاڼه شوی او دا هم معلومه نه ده، چې دغه برید له داعش ډلې سره کوم تړاو لري، چې د سوریې او عراق په یو شمېر سیمو کې یې خلافت اعلان کړی دی.

چرمښکۍ ځواکو، پر ټویټر ټولییزه پاڼه ادعا کړې، چې د مالیزیا هوايي شرکت ډیټا به خپره کړي، خو دا یې نه دي ویلي، چې دغه ډیټا کې به څه ډول معلومات موجود وي، چې دوي یې د خپرولو ادعا کوي.