ورمیږ ته د ځیرک تیلیفونونو خطر

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وايي کله چې سړی په دې وخت کې د ډېر وخت لپاره سر ښکته نیسي، د ورمیږه پر فقرو د سر د اوسني وزن په پرتله ډېر فشار ورځي.‌

یوې امریکايي څېړنې په ډاګه کړې ده،‌ په ځیرک تیلیفونونو کې د برېښنا لیکونو او پیغامونو لوستلو/ لیکلو پرمهال د کاروونکو د ورمیږونو کاږه نیول،‌ چې سر ښکته نیسي،‌ د ورمیږه د فقرو د کږېدو او د زړه د ناروغۍ لامل ګرځي،‌ چې آن ځینې وخت د اغېزمن شوي پښې تر جراحۍ پورې څکوي.

د انسان سر شاوخوا پنځه نیمه کیلوګرامه وزن لري، کله چې انسان په ځیرک تیلیفونونو کې له ملګرو سره د چټ کولو یا مطالعې پروخت خپله غاړه هسکه نیسي او یا یې ښکته کوي، د ورمیږه پر فقرو فشار او وزن ډېرېږي.‌

وايي کله چې سړی په دې وخت کې د ډېر وخت لپاره سر ښکته نیسي، د ورمیږه پر فقرو د سر د اوسني وزن په پرتله ډېر فشار ورځي.‌

په ۱۵ درجو سره د غاړې ښکته کول پر فقرو نژدې ۱۲ کیلوګرامه وزن راځي، خو کله چې د غاړې کږوالی ۳۰ درجو ته ورسېږي، د ورمیږه پر فقراتو ۱۸ کیلوګرامه نور وزن وراضافه کېږي،‌ په ۴۵ درجو سره بیا دغه وزن ۲۲ کیلوګرامو ته رسېږي، خو که دغه درجه ۶۰ ته ورسېږي، د وزن اندازه نژدې ۲۷ کیلوګرام ته رسېږي.

د نیویارک د فقراتو د جراحۍ مرکز لوی څېړونکي کینیت هانسراګ وايي، په ځیرک تیلیفونونو کې د لوستلو یا لیکلو پروخت د کاروونکي د غاړې کږوالی په ټیکسټ نېک text neck نوم هم یادېږي، چې تر ډېره د فقرو د سولېدو لامل ګرځي چې آن سړی جراحۍ ته اړباسي.‌

هانسراګ وايي، ډېری سمارټ‌ تیلیفون کاروونکي نه پوهېږي چې د دوی دا کار څومره زیان رسوي، خو دوی آن تر دوو ـ درو ساعتونو پورې پخپلو تیلیفونونو کې بوخت وي او ورمیږونه یې کاږه نیولي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جرمني د پېښو پروړاندې د خوندیتوب ټولنې ویلي، د کمپیوټر د سکرین لوړ اېښودل د دفتري کارکوونکو لپاره د هغوی د ورمیږه د درد لامل ګرځي،‌ د مانیټور لوړه برخه باید له سترګو یوڅه ټیټه وي.

ددې معنا دا ده چې دوی تر څو ساعتونو پورې پر خپلو غاړو/ورمیږونو د نژدې ۲۷ کیلوګرامه وزن بار زغمي،‌ چې په یوه کال کې د دغه بار موده تر ۱۴۰۰ ساعتونو پورې رسېږي.

خو زلمیان او ځوانان بیا آن د ورځې پنځه ساعته هم پخپلو ځیرک تیلیفونو کې بوخت وي.

د غاړې پرله پسې کږه نیول د انسان د عضلاتو د سختېدو او پر اعصابو د فشار لامل ګرځي، چې د کارپوهانو په اند، په غلطه توګه د ورمیږ کوږ نیول د ګوردو پراخوالی کموي، سرخوږی او د زړه ناروغۍ پیدا کوي.

ددې ستونزې د مخنیوي لپاره، سمارټ تیلیفون کاروونکو ته د هانسراګ سپارښتنه دا ده چې سترګې هره شېبه وغړوي خو ښکته وګوري او غاړه ډېره کږه نه کړي، خو په هرو‌څو دقیقو کې خپل ورمیږ په نرمۍ سره لومړی له ښۍ خوا نه کیڼې ته څو ځلې تاو کړي، د غاړې د غوره تمرینونو لپاره باید له کارپوه ډاکټر سره مشوره وشي.

د کمپیوټر سکرین لوړوالی د ورمیږ د درد لامل ګرځي

د جرمني د پېښو پروړاندې د خوندیتوب ټولنې ویلي، د کمپیوټر د سکرین لوړ اېښودل د دفتري کارکوونکو لپاره د هغوی د ورمیږه د درد لامل ګرځي،‌ د مانیټور لوړه برخه باید له سترګو یوڅه ټیټه وي.

سرچینه وايي، هرڅومره چې د سکرین کوزنۍ برخه پر میز ښکته وي، د سترګو د ساتنې او د ورمیږ د درد نه پیدا کېدو لپاره ګټور تمامېږي.‌

دغه ټولنه دا هم وايي، چې د سترګو او سکرین ترمنځ باید لږترلږه پنځوس سانتي متره واټن وي، داسې چې پر سکرین هرډول لیکل شوي توری په اسانۍ سره ولوستل شي.

د انځور حقوق AP
Image caption ادولف وايي، د کمپیوټر موږک (ماوس) هم باید د کیبورډ په څېر د سړي له لاس ډېر لیرې نه وي، مثلاً د میز په منځ‌ کې باید نه وي.

دوی وايي د سکرین داسې عیارول غوره دي، چې آن که په عمودي ډول سړی ورته وکتلی شي.

د لیکدړې سم ځای، د ورمیږ دردونه ‌کمولی شي

کارپوهان او ډاکټران هغو دفتري کاکوونکو ته چې د اوږد مهال لپاره په کمپیوټر کې کارونه کوي او د ورمیږ له درده کړېږي، سپارښتنه کوي چې د امکان تر حده پورې کیبورډ‌ د میز څنډې ته نژدې کېږي، داسې چې تر ۵ یا ۷ سانتي مترو لیرې نه وي.

د جرمني د روغتیا او سلامتیا د انستیتیوت یو کارپوه لارس اډولف وايي،‌ د ورمیږه عضلې هغه مهال ډېرې غوړېدلې او آرامه وي، چې د سړي څنګلې لیکدړې ته ډېرې غځول شوې وې.‌

ادولف وايي، د کمپیوټر موږک (ماوس) هم باید د کیبورډ په څېر د سړي له لاس ډېر لیرې نه وي، مثلاً د میز په منځ‌ کې باید نه وي.

نوموړی وايي، د مانیټور وسط‌ هم د سړي د سینې منځ ته برابر اېښودل بهتره دي.

دی وايي، د کمپیوټر کاروونکي سترګې باید د سکرین له پاسنۍ برخې سره برابرې وي.‌