د چین 'کلکه' دیپلوماسي

د انځور حقوق .
Image caption چین د پخوانۍ ماڼۍ ترڅنګ نوې ماڼۍ جوړه کړې،‌ چې د پرانیستلو نېټه یې د جنورۍ ۲۶ اعلان کړې وه

په داسې حال کې چې خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په زینو کې د جنرال چارلز ګورډن د وژل کېدو ۱۳۰ کلونه پوره کېږي، چین په سودان کې د ولسمشر عمر البشیر لپاره ماڼۍ جوړوي.

د جنرال ګورډن وژل کېدل د بریتانیا په استعماري تاریخ کې یوه پرېکنده شېبه وه،‌ له کینې د ډکې اتلولۍ او طامع امپریالي حماقت ډکه شېبه.‌

نن،‌ چین ته دا فرصت په لاس ورغلی چې په سودان کې خپل اثر پرېږدي.

د جنرال ګورډن سپینه ماڼۍ د نیل اوبو پر څنډه پرته ده،‌ چې د څو کلونو لپاره د سوداني ولسمشر عمر البشیر استوګنځی هم و.‌

چین اوس د پخوانۍ ماڼۍ ترڅنګ یوه بله ماڼۍ جوړه کړې،‌ چې د پرانیستلو لپاره یې د جنورۍ ۲۶ نېټه ټاکلې وه.‌

کلکه دیپلوماسي

چین په وروستیو کلونو کې په انګولا، ګیني، لیسوتو،‌ مالاوي، موزمبیق،‌ سیرالیون او توګو کې هم ورته ودانۍ جوړې کړې دي.

د چین دې کار ته د یوې نرمې دیپلوماسۍ ترڅنګ د کلکې دیپلوماسۍ په سترګه هم کتل کېږي.‌

اوس اټکل دا دی چې د بشري حقونو د جرمونو په سترګو پټولو سره چین په افریقا کې د معادنو د شتمنۍ ترشا یوې سوبې ته اېښې ده.‌

د انځور حقوق .
Image caption ولسمشر عمر البشیر خپله ماڼۍ د جنورۍ پر ۲۶ پرانیسته

د بېلګې په توګه،‌ سودان په تېلو یو بډایه هېواد دی،‌ چې ولسمشر بشیر یې د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د ډله ییزې وژنې په جرم تر څار لاندې دی.‌

اوس په افریقا کې د چین رول مخ پر وده دی، ‌هلته یې د خرڅلاو ګڼ بازارونه جوړ کړي،‌ د اورګاډو پټلیو جوړولو کار کوي او د سودان جنوب ته یې د سوله ساتو ځوکونو په چوکاټ‌ کې خپل پوځیان استولي.

اوسمهال په افریقايي قاره کې نژدې یو میلیون چینایان اوسېږي.‌