د اسرایلو او حزب الله ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي

Image caption د ملګرو ملتونو د امنیت څانګې کارکونکی لانجمنې شبعا سیمې ته نږدې وژل شوی دی.

راپورونه وايي د لبنان پر پوله د حزب الله جنګیالیو او اسرایلي ځواکونو تر منځ نښته کې دوه اسرایلي پوځیان او د ملګرو ملتونو د امنیت څانګې یو اسپانوی کارکونکی وژل شوي دي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو یو ویاند د "کړکېچ رامنځ ته کېدو مخنیوي لپاره د اعظمي اندازې زغم" غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت څانګې کارکونکی لانجمنې شبعا سیمې ته نږدې وژل شوی دی.

تر دې وړاندې دغه سیمه کې د اسرایلو پر یوه کاروان توغندیز برید کې دوه اسرایلي پوځیان وژل شوي وو.

اسرایلي پوځ په ځواب کې د لبنان په سوېلي سیمو بمباري کړې ده.

حزب الله ویلي دغه توغندیز برید یې د سوریې د ګولان پر لوړو لس ورځې وړاندې د اسرایلو د هغه هوايي برید په ځواب کې کړی چې د دوی شپږ جنګیالي او د ایران د انقلابي ګارد یو جنرال په کې وژل شوي وو.

"ویرجنه پېښه"

د چارشنبې ورځې تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د اسرایلي ځواکونو د ګاډو پر یوه کاروان د شبعا په لانجمنه سیمه کې توغندیز برید وشو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سیمه کې د ملګرو ملتونو ویاند اندرې تېنېتي وویل: "موږ د دغې ویرجنې پېښې جزئیاتو په لټه کې یو".

اسرایلي پوځ ویلي دوه پوځیان یې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. خو د لبنان د رسمي خبري اژانس هغه راپور یې رد کړ چې ګواکې یو پوځي یې ژوندی نیول شوی.

اسرایلي پوځ وویل دوی په ځواب کې پر پوله د حزب الله پر عملیاتي موقعیتونو هممهاله هوايي او ځمکني ګوزارونه وکړل.

سیمه کې د ملګرو ملتونو ویاند اندرې تېنېتي وویل: "موږ د دغې ویرجنې پېښې جزئیاتو په لټه کې یو".

نوموړي د وژل شوي امنیتي کارکونکي نوم څرګند نه کړ خو د اسپانیې لومړي وزیر مریانو رجوی پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي "په لبنان کې د یوه اسپانوي پوځي د وژل کېدو له امله ډېر خواشینی یم".

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سیګرېد کاګ د امنیتي حالت په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه او "په بیړه یې په ټولو غاړو غږ وکړ چې له زغم نه کار واخلي او اوسنی حالت نور ترینګلی نه کړي".

ورته مطالب