د بریتانیا ټاکنو کې درې مهم مسایل

Image caption که هر یوه ګوند وګټله، د بریتانیا په اقتصاد کې د یو نه یو ډول بدلون امکان شته خو د انتخاباتو لپاره منډې ترړې سر له اوسه پيل شوې دي.

د بریتانیا عمومي ټاکنو ته تر ۱۰۰ کمې ورځې پاتې دي. د دې انتخاباتو پایلې به دلته په بریتانیا کې او په نوره نړۍ کې په یو نه یو ډول د ډېرو پر ژوند اغېز ولري.

سیالي د دوو لویو ګوندونو، کیڼ اړخي کاګر ګوند او ښي اړخي محافظه کاره ګوند ترمنځ ده. که هر چا د مې د میاشتې ټاکنې وګټلې د بریتانیا کورنی سیاسي حالت او بهرنۍ تګلاره ښايي ورسره بدله شي.

د سیالۍ اصلي ټکي په درو مسایلو راڅرخي:

۱. روغتیايي اسانتیاوې:

اوسني ایتلافي حکومت (محافظه کاران او لیبرال دېموکراتان) په روغتیايي اسانتیاو کې ځینې لانجمن بدلونونه راوستل.

تر ټولو ستر یې دا و چې د پېښو او بېړنیو چارو ځینې مرکزونه یې وتړل چې په دې توګه پیسې وسپموي.

کارکوونکي کم شول خو د ناروغانو اړتیا لا ډېره شوه. په ۲۰۰۸ کال کې د اقتصادي بحران له پيل راهیسې بریتانوي حکومتونو په پرله پسې توګه د روغتیايي سیستم د لګښتونو په پوره کولو کې ستونزې لرلي دي.

دلته دا سیستم وړیا دی خو محافظه کاران غواړي چې د امریکا په څېر د بیمې سیستم دود کړي چې هر څوک د خپلې درملنې لپاره باید خپله پیسې ورکړي.

کارګر ګوند په دې باور دی چې دغه ډول ګام به د بې وزلو او شتمنو تر منځ واټن لا پراخ کړي.

۲. د کډوالو ستونزه:

د اروپايي ټولنې د غړیو په توګه د اروپا اوسېدونکي ازاد دي چې بریتانیا ته راشي او دلته کار وکړي.

په تېرو کلونو کې د ختیځې اروپا ډېر خلک دلته راغلي چې واوسېږي او کار وکړي. دوی په ټیټه تنخواه کار کوي او دغه کار یې د ځايي خلکو د کار موقع کمه کړې ده.

له دې سره په بریتانیا کې د ولسونو ترمنځ سخت مخالفتونه پيدا شوي دي. ځینې داسې احساس کوي چې بهرنیان راغلل او هغه کارونه یې خپل کړل چې باید خپله بریتانویانو کړي وای.

دې حالت یوې کډوالۍ ضد ګوند، د بریتانیا خپلواک ګوند، ته موقع ورکړه چې رامخته شي. دغه ګوند غواړي چې د اروپايي ټولنې کډوال له بریتانیا ووځي.

کارګر او محافظه کاره ګوندونه هم اړ شوي چې د کډوالۍ په برخه کې دریځونه سخت وښيي. دوی دواړه وايي که بریالي شول نو د کډوالۍ په برخه کې به کنټرول لا سختوي.

۳. اقتصاد:

په بریتانیا کې تر دوو میلیونو ډېر خلک بې روزګاره دي. د کورونو کرایې لوړې، معاشونه کم او انفلاسیون لوړ دی.

په دې حساب دلته له اقتصادي پلوه ژوند ګران شوی دی.

د کارګر ګوند وړاندیز کړی چې د کورونو کرایو ته به حد ټاکي، د برېښنا او ګازو محصول یا بیه به تر څه وخته پورته کېدا ته نه پرېږدي، په ملي کچه به د تر ټولو ټیټ معاش اوسط پورته کوي، ځوانانو ته به د کار د تجربې موندلو چانس پيدا کوي او هغو میندو پلرونو ته چې کوچني ماشومان لري، به د اوونۍ ۲۵ ساعته د ماشوم پالنې وړیا اسانتیا ورکوي.

محافظه کاره ګوند بیا غواړي چې د وړو تجارتونو له لارې خلکو ته نور کارونه پيدا کړي. هغه چې کار نه کوي د هغوی مالي مرستې کمې کړي او د حکومت لګښتونه کم او پیسې وسپموي چې د بودیجې کسر کم کړي.

هغه چې شتمن دي او غواړي پیسې یې لا ډېرې شي، محافظه کارانو ته مخ ور اړوي او هغه چې کارګره طبقه ده د کارګر ګوند تګلارې ورته ښې ښکاري.

که هر یوه ګوند وګټله، د بریتانیا په اقتصاد کې د یو نه یو ډول بدلون امکان شته خو د انتخاباتو لپاره منډې ترړې سر له اوسه پيل شوې دي.

ګټونکی ښايي هغه وي چې په دې منډو کې د هر کور ور وټکوي او خپل پيغام خلکو ته ورسوي.

ورته مطالب