بریتانوي ښوونځیو کې مذهبي زده کړو ته "اړتیا" ده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مذهبي زده کړو د لیسو ۵۴ سلنه استاذان په یوه اړوند مضمون کې د پوهنتون په سویه زده کړې نه لري.

ټاکل شوې د بریتانیې د مذهبي زده کړو د استاذانو ملي ټولنه ووايي که ځوانانو ته "مذهبي تعلیم" ورکړل شي نو دا چاره به دوی د سخت دریځۍ پر وړاندې لږ زیانمنونکي کړي.

تمه ده د دغې ټولنې مشر ایډ پاسن ووايي: "په نننۍ نړۍ کې ښه مذهبي تعلیم ته د بل هر وخت په پرتله زیاته اړتیا لیدل کېږي."

خو نوموړی به دا خبرداری هم ورکوي چې که حکومت د مذهبي مضمونونو استاذانو د کمي غم و نه خوري نو زده کونکي به له اړینو زده کړو بې برخې پاتې شي.

حکومت ویلي روزنیر بورسونه به د لا نورو مذهبي مضمونونو د استاذانو او کارکونکو په ګومارلو کې مرسته وکړي.

"د بل هر وخت په پرتله اوس ګواښ ډېر دی"

تمه ده د بریتانیې د مذهبي زده کړو د استاذانو ملي ټولنې کلني کنفرانس ته په وینا کې ښاغلی پاسن دا پوښتنه را ولاړه کړي چې زده کونکي د مذهبي زده کړو "څومره تمه" کولی شي، په داسې حال کې چې د مذهبي مضمونونو د استاذانو شمېر خورا کم دی.

هغه ښايي په دغه کنفرانس کې ووايي چې مذهبي زده کړو ته "د بل هر وخت په پرتله اوس ګواښ ډېر دی".

ښاغلی پاسن به رسمي شمېرو ته اشاره وکړي چې ښيي د مذهبي زده کړو د لیسو ۵۴ سلنه استاذان په یوه اړوند مضمون کې د پوهنتون په سویه زده کړې نه لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زموږ هڅه باید دا وي چې تکړه ځوان فارغین د "مذهبي زده کړو کار ته تشویق کړو چې دوی د یوې لا درنې او پوهې ټولنې د را منځ ته کولو لپاره له ځانونو سره انرژي، نوښت او لرلید راوړي."

دی به زیاتوي چې د لومړنیو ښوونځیو د زده کونکو حالت تر دې هم خراب دی.

د لومړنیو ښوونځیو د استاذانو په اړه د دغې ټولنې د ۲۰۱۳ کال سروې ښيي چې په سروې کې د ۷۰۰ ګډونوالو له ډلې نږدې نیمايي یې په دغه مضمون کې یوازې درې ساعته روزنه ترلاسه کړې ده.

ښاغلی پاسن وايي: "زموږ هڅه باید دا وي چې تکړه ځوان فارغین د مذهبي زده کړو کار ته تشویق کړو چې دوی د یوې لا درنې او پوهې ټولنې د را منځ ته کولو لپاره له ځانونو سره انرژي، نوښت او لرلید راوړي".

د بریتانیا د تعلیم د کیفیت او د ماشومانو د خدمتونو او وړتیاوو ادارې، افسټېډ د ۲۰۱۳ کال راپور ښيي چې تر نیمايي ډېر ښوونځي د زده کونکو په مذهبي تعلیم کې پاتې راغلي.

د افسټېډ ادارې دغه راپور د روزنې په برخه کې د نیمګړتیاو په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.

راپور د مذهبي زده کړو کیفیت ټیټ، تدریس کمزوری او د درس موخې ګډې وډې موندلې دي.

حکومت وايي مذهبي زده کړې د دوی د هغه پلان "مهمه برخه" ده چې غواړي ځوانان په عصري بریتانیا کې ژوند کولو ته چمتو کړي او په ټولنه کې د بېلا بېلو مذهبونو او کلتورونو په اړه د دوی پوهاوی لوړ کړي.

ورته مطالب