د داعش کیمیاوي وسلو ماهر په هوايي برید کې وژل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption داسې پرلپسې رپوټونه خپريږي، چې داعش کلورین ګاز کاروي، خو داسې کره ثبوتونه لا هم نه شته، چې ګواکې دغه ډله د کیماويي وسلو پام وړ زېرمې لري

امریکايي پوځ ویلي عراق کې د اتحادي ځواکونو هوايي برید کې د داعش ډلې د کیمیاويي وسلو یو ماهر وژل شوی دی.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي د ابومالک روزنه د دې لامل شوه، چې داعش د کیماوي وسلو وړتیا تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

امریکا وايي په القاعده کې له شمولیت او بیا د داعش له غړیتوب تر لاسه کولو مخکې نوموړي د پخواني ولسمشر صدام حسین په حکومت کې د کمیاويي وسلو د یوه ماهر په توګه دنده تر سره کوله.

د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه د داعش خلاف ۲۰۰۰ هوايي بریدونه تر سره کړي دي. د متحدو ایالتونو په وینا ابو مالک موصل ته نژدې یوه برید کې وژل شوی، چې د جنوري په ۲۴ مه تر سره شوی دی.

د امریکايي پوځ په وینا د ابومالک وژل کېدل به داعش کمزوری کړی، خنډونه به ورته جوړ کړي او وايي د کیمیاويي وسلو تر لاسه کولو او کارولو وړتیا به یې هم ناتوانه کړي.

داسې پرلپسې رپوټونه خپريږي، چې داعش کلورین ګاز کاروي، خو داسې کره ثبوتونه لا هم نه شته، چې ګواکې دغه ډله د کیماويي وسلو پام وړ زېرمې لري.

پروسږ کال عراقي پولیس افسران د بغداد په شمال کې له جهادي ډلو سره له نښتې وروسته د خواګرځېدو او سرګرځېدو له ستونزې سره مخامخ وو.

داسې فکر کېده چې په هغه نښته کې ګواکې کلورین ګاز کاروول شوي دي. کلورین د حرکت درېدو عامل بلل کېږي او کله چې په پراخه کچه وکاروول شي، د سږو سوځېدو لامل کېږي.

داعش د سوریې هغه پراخې سیمې تر کنترول لاندې لري، چې حکومت پکې کیماوي وسلې له منځه وړي، خو د وسولو ټوله کره شمېره معلومه نه ده.

له تېرې اګست میاشتې راهیسې امریکا او متحدین یې سوریې او عراق کې د داعش پر سنګرونو هوايي بریدونه کوي، تجهیزات یې له منځه وړي او جنګیالي یې وژني.

پوځي قومندانان هیله مند دي، چې راتلونکی پسرلی به د عراقي ځواکونه په مرسته د موصل مهم ښار د داعش له کنتروله وباسي.

خو داسې اندېښنې هم شته، چې عراقي ځواکونه د جګړې ډګر ته چمتووالی نه لري