پریانکا چوپړا د اي بي سي خپرونې کې برخه اخلي

د انځور حقوق PRIYANKA CHOPRA
Image caption ۲۰۱۴ کال د پرانکا لپاره د فلمونو برخه کې بریالی و

د انډیا ټوډې ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې د هندي فلمونو هنرمنده پریانکا چوپړه به د امریکا د اي بي سي، سټوډیو یوې خپرونې لپاره درې میاشتې لاس اینجلس کې اوسي.

رپوټ کې ویل شوي، چې نوموړې ته به یوه خپرونه کې د برخې اخیستو بدل کې ۲۵۰ میلیونه هندۍ روپۍ ورکول کېږي. پریانکا وايي، د اي بي سي غوندې معتبرې ادارې په خپرونه کې ګډون ورته د ویاړ خبره ده. نوموړې زیاتوي:

' خوښه یم، چې د اي بي سي غوندې نړیوالې رسنۍ پر مټ خپل هنر څرګندوم. زه د دغې خپرونې برخه کېدو ته ډېره هیله منده یم. '

ورځپاڼه کاږي، لاس اینجلس کې د پریانکا د اوسېدو لپاره یو کور هم چمتو کړل شوی دی.

د فلمونو بریالیتوب له مخې ۲۰۱۴ کال د پریانکا لپاره له بریالیتوبونو ډک و.

د دغه کال اوږدو کې که یوه لور ته د نوموړې ' غنډې ' نومي فلم بریالی وبلل شو، نو بل لور ته ' ميري کوم ' نومي فلم کې د رول لپاره جایزه هم ورکړله شوه.