په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اپل دریو میاشتو کې ۱۸ میلیارد ډالر ګټلي

د ټکنالوژۍ تر ټولو غټ شرکت اپل، د تېر کال وروستۍ درې مياشتنۍ موده کې د بل هر وخت پرتله د يو شخصي شرکت له لوري تر ټولو لويې ګټې اعلان کړی دی.

د کليفورنيا دې شرکت د ۲۰۱۴م کال وروستيو دريو مياشتو کې ۱۸ میليارډ ډالره ګټلي، او ورسره یې د ۱۶ ميليارډ ډالرو مخکينی ریکارډ مات کړی چې د تېلو اېکسن موبيل شرکت په ۲۰۱۲م کال کې جوړ کړی و.

د ګټو د دې لوړوالي تر شا د ايفون ريکارډ کچې پلور و، چې د کال همدې موده کې ۷۴ ميليونه ایفونونه پلورل شوی دي.