مصر د الجزیرې خبریال پیټر ګریستې خوشې کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption راپورونه وايي نوموړی په یوه الوتکه کې د قبرص په لور تللی.

د مصر حکومتي رسنۍ ویلي چې د دغه هېواد چارواکو د الجزیرې خبریال پیټر ګرېستې له مصر نه ایستلی دی.

استرالیایی او د بي بي سي پخوانی خبریال پیټر د ۲۰۱۳ کال په دسمبر میاشت کې نیول شوی او د تېر کال جون میاشت کې د ناسمو خبرونو خپرولو په جرم په بند محکوم شوی و.

راپورونه وايي نوموړی په یوه الوتکه کې د قبرص په لور تللی.

خو د الجزیرې د دوو نورو خبریالانو محمد فهمي او باهر محمد، چې له پيټر سره یوځای نیول شوي وو، په اړه څه نه دي ویل شوي.

درې واړو خبریالانو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی تش په نامه محاکمه شوي او عادلانه چلند ورسره نه دی شوی.

پر دوی تور لګول شوی چې په ۲۰۱۳ کال کې چې کله پوځ پخوانی ولسمشر محمد مرصي له واکه وپرځاوه دوی د اخوان المسلمین له ډلې سره همکاري کوله.

خو دغو دریو خبریالانو ویلي چې دوی یوازې د خبرونو راپور ورکاوه.

الجزیرې په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی د پیټر ګرېستې د خوشې کېدو هرکلی کوي او د ښاغلي فهمي او ښاغلي باهر د ازادېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

نړیوال کمپاین

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په نومبر کې ویلي و چې هغه د الجزیرې د دوو خارجي خبریالانو پر بښولو غور کوي. د جنورۍ په میاشت کې د مصر سترې محکمې د دریو واړو د بیا محاکمه کولو امر وکړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پیټر ګریستې مور او پلار د ده د خوشې کولو د کمپاین مشري کوله.

د یکشنبې پر ورځ د مصر یوه چارواکي د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل: "د ولسمشرۍ دفتر امر کړی چې پیټر ګرېستې دې استرالیا ته تبعید شي".

یوه بل چارواکي اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته وویل پيټر قاهره کې د استرالیا له سفارت سره په همغږۍ خوشې شوی دی.

د قاهرې د هوايي ډګر چارواکو راپور ورکړی چې ښاغلی ګریستې په ځايي وخت د مازدیګر څلور بجې په یوې الوتکه کې د قبرص په لور ولاړ.

په قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین وايي د مصر د قانون له مخې هغه کسان چې په دغه ډول له دې هېواده تبعېدېږي باید په خپل هېواد کې د بند موده پوره کړي یا هلته له سره محاکمه شي او دا لا څرګنده نه ده چې استرالیايي چارواکو دغه خبره منلې که نه.

ورته مطالب