هانګ کانګ کې دېموکراسي پلوه مظاهره کونکي بیا واټونو ته راوتلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د دوی مهمه غوښتنه دا ده چې د سیمې د مشر ټاکلو لپاره دې په بشپړ ډول دېموکراتیکه ټاکنې ترسره شي.

تېر کال له سترو مظاهرو وروسته، زرګونه دېموکراسي پلوه فعالان بیا د هانګ کانګ لارو کوڅو ته راوتلي دي.

خو د مظاهره کونکو شمېر چې د مظاهرې سمبالونکو ۱۳۰۰۰ زره او پولیسو ۶۵۰۰ ښودلی، د تېرو لاریونونو په پرتله ډېر کم دی.

د دوی مهمه غوښتنه دا ده چې د سیمې د مشر ټاکلو لپاره دې په بشپړ ډول دېموکراتیکه ټاکنې ترسره شي.

د هانګ کانګ په مهمو ځایونو کې د مظاهره کونکو له خوا د حساسو ځایونو د نیولو مخنیوي لپاره لوی شمېر پولیس ځای پر ځای شوي وو.

خو لاریون کونکو دا ځل ځایونه او ودانۍ و نه نیولې، دوی تېر کال تر دوو میاشو پورې ځینې سیمې نیولې او پر ترافیک تړلې وې.

د نوماندانو لغوه کول

د تېرکال "نیونو" مظاهرو کې د ژوند د هر ډګر لسګونه زره خلکو ګډون کړی و، پولیسو سره یې له تاوتریخوالي ډکې نښتې کړې وې او د مظاهرو وروستی کمپ په دسمبر کې له منځه وړل شوی و.

Image caption خو لاریون کونکو دا ځل ځایونه او ودانۍ و نه نیولې، دوی تېر کال تر دوو میاشو پورې ځینې سیمې نیولې او پر ترافیک تړلې وې.

د دغه وروستي لاریون یو سمبالونکی ډېسي چن د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ "د سوېلي چين سهارنۍ" ورځپاڼې ته وویل چې که څه هم د تېر ځل په پرتله خلک کم دي "خو دا ښيي چې د هانګ کانګ خلک د مظاهرو له دودیزې بڼې راضي نه دي" او خلک "پر حکومت د فشار راوړلو لپاره له نوو لارو چارو" کار اخلي.

د مظاهرو، چې د ښار په بازارونو او مالي سیمو کې روانې وې، د کنترولولو لپاره نږدې ۲۰۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.

چین دغې نیمه خپلواکې سیمې سره په ۲۰۱۷ کال کې د مخامخ ټاکنو ژمنه کړې خو دا یې هم ویلي چې نوماندانو به بېجنګ ټاکي.

د پارلمان دېموکراسي پلوه غړو، چې د مقننه قوې ۴۰ سلنه څوکۍ لري، د چین د دغه ګام په کلکه مخالفت کوي.

ورته مطالب