بحرین له ۷۲ کسانو تابعیتونه بېرته واخیستل

د انځور حقوق Twitter

د بحرین چاراوکو له ۷۲ کسانو د هېواد د ګټو پرخلاف کړنو او فعالیتونو په تور ورکړي تابعیتونه بېرته اخیستي دي. په دغو کسانو کې یو د (داعش) جګپوړی غړی هم دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغو کسانو د هېواد د ګټو خلاف مظاهرو او غونډو کې ګډون کړی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، دغه کړنې له هېواد سره د ژمنتیا خلاف دي، چې آن تورن کسان د قانون منګولو ته کشول کېدای او تابعیت ترې اخیستل کېدای شي.

په ویناپاڼه کې ویل شوي، ۳ میاشتې مخکې د بحرین یوې محکمې پر ۳ شیعه معترضانو د ۱۰ کلونو بند پرېکړه وکړه،‌ له دوی یې د تابعیت اخیستو تصمیم هم ونیو، ځکه چې پر پولیسو یې د برید هوډ کړی و.

بحرین له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سُني واکمنې کورنۍ له بې واکه کېدا وروسته، د شیعه اعتراضونو شاهد دی،‌ چې د عربي پسرلي په درشل کې د پراخو سیاسي اصلاحاتو غوښتنې کېږي.

د بحرین دولت د لسو هغو کسانو نوملړ هم خپوړ کړی چې تابعیتونه یې ترې اخیستي دي، خو زیاتره پکې شیعه ګان او کم سُنیان دي.

د ترکي البیناني په نامه یو ۳۰ کلن سُني خطیب هم له دې کبله تورن شوی، چې ګني د اسلامي دولت نظریې خپروي.‌

د بحرین حکومت وايي، ددغو کسانو لست یې د وزیرانو شورا ته د تصویب لپاره هم استولی دی.‌

د بحرین چارواکي وايي،‌ شیعه مخالفان د ایران له خوا په وسلو او پیسو سمبالېږي او ایران د بحرین په کورنیو چارو کې په نېغې مداخلې تورنوي.

د بحرین سیاسي کړکېچ ددې لامل شوی، چې په هېواد کې د سُنیانو ملاتړ ته سعودي خپل لاسونه وروغځوي، خو په مقابل کې یې ایران د شیعه ګانو د تقویې لپاره ملا تړلې ده.