اردن:‌ د برمته شوي پیلوټ ژغورلو لپاره هرڅه ته چمتو یو

د انځور حقوق Reuters
Image caption معاذ الکساسبه په تېر دسمبر کې سوریه کې د ''اسلامي'' دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هغه مهال ونیول شو، چې الوتکه و یې لوېده، خو نوموړی ژوندی ونیول شو.

اردن ویلي، له ''اسلامي دولت'' (داعش) سره د خپل یوه بندي پیلوټ د خلاصون او ژغورنې لپاره هر ډول ګام اخیستو ته چمتو دی.

اردن دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر هغه کړې،‌ چې اسلام‍ي دولت د دویم جاپاني برمته خبریال کینجي ګوتو د سر غوڅولو یوه وېډیو خپره کړه.‌

د اردن یوه حکومتي ویاند د جاپاني خبریال د وژل کېدو سربېره ویلي، د خپل پیلوټ معاذ الکساسبه د ژغورنې لپاره هر ډول ګام اخیستو ته چمتو دي.

معاذ الکساسبه په تېر دسمبر کې سوریه کې د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو کې هغه مهال ونیول شو، چې الوتکه و یې لوېده، خو نوموړی ژوندی ونیول شو.

د اردن خبریالان وايي، د ښاغلي کساسبه د خلاصون لپاره دا مهال په عراق کې له قبیلوي مشرانو سره نامستقیمې خبرې روانې دي.

داعش واندې ویلي وو، که چېرې عراقۍ ساجده الریشاوي،‌ چې اردن پرې د اعدام حکم کړی، خوشې نه کړي، نو پیلوټ او جاپانی خبریال کینجي ګوتو به ووژني.

د اردن دولت دا هم ویلي،‌ چې له داعش سره یې د بندي د تبادلې په اړه خبرو ته دوام ورکړی، خو لومړی باید ځان د پیلوټ‌ له ژوند نه ځان ډاډمن کړي.

د انځور حقوق composite
Image caption وړاندې داعش ویلي وو،‌ که چېرې اردن ساجده الریشاوي خوشې کړي،‌ دوی به اردنی پیلوټ او جاپانی خبریال خوشي کړي

ساجده الریشاوي د اردن پلازمېنه عمان کې د یوه ځانمرګي برید په هڅه کې پاتې راغلې وه،‌ چې تر نیول کېدا وروسته په اعدام محکومه شوه.

اردني چارواکو په ۲۰۰۵ کال ویلي وو،‌ چې ساجده یې له خپل میړه سره د عمان په یوه هوټل کې ونیوه.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption داعش دوه جاپانیان وژلي

په برید کې ۶۰ کسان وژل شوي وو،‌ چې د آغلې ساجدې مېړه هم پکې وژل شوی و،‌ خو دا چې د ساجدې د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی ملاتړونی ونه چاودېد، ژوندی ونیول شوه.

د جاپاني برمته شویو وژنه

داعش په تېره څه کمه یوه اونۍ کې د دوو جاپانیانو د وژلو وېډیوګانې خپرې کړې دي.

وړاندې یې د یوه بل جاپاني هارونا یوکاوا د وژل کېدو وېډیو خپره کړې وه.‌

۴۲ کلن هارونا یوکاوا په تېر اګست میاشت کې سوریه کې داعش نیولی و،‌ چې تېره اونۍ یې سر ترې غوڅ کړ.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption ۴۷ کلن کینجي یو ازاد خبریال او فلم جوړوونکی و،‌ چې د تېر کال اکتوبر کې سوریه کې نیول شوی و.‌

د جنورۍ پر ۲۴ داعش یوه بله وېډیو خپره کړه،‌ چې د کینجي او نورو جاپاني برمته شویو د خوشي کول مقابل کې یې د ساجدې الریشاوي د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

۴۷ کلن کینجي یو ازاد خبریال او فلم جوړوونکی و،‌ چې د تېر کال اکتوبر کې سوریه کې نیول شوی و.‌

داعش په پیل کې د دوو جاپاني برمته شویو د خوشي کولو مقابل کې له جاپان نه ۲۰۰ میلیون ډالر غوښتي وو.‌

ورته مطالب