د اخوان المسلين د۱۸۳ غړو اعدام حکم تاييد شو

د انځور حقوق bbc

د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين ډلې هغو ۱۸۳ غړو ته د مرګ ورکړل شوې سزا تاييد کړې چې په ۲۰۱۳ کال کې په قاهره کې د پوليسو پر يوه اډه پر بريد تورن وو.

ويل کېږي دغو کسانو په کرداسه کې ۱۱ پوليس وژلي وو. دغه بريد له هغه وروسته وشو چې حکومتي ځواکونو د اخوان المسلين ډلې پر پلويانو بريد وکړ او په سلګونو يې ووژل.

په مصر کې د تاوتريخوالي په تړاو سلګونو کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې خو تر لا تراوسه عملي شوې نه ده.

د بښنې نړيوال ټولنه وايي د مرګ دغه سزاوې ناقانونه دي او د مصر حکومت له کورني او نړيوال قوانين تر پښو لاندې کوي.

د مصر دولتي رسنۍ وايي محمد مرسي به د فبروۍ پر ۱۵ په بل تړاو محکمې ته وړاندې شي، پر ده او لسو نورو کسانو تور دی چې له قطر او الجزيرې سره يې "پټ اسناد" شريک کړي دي.

په دغو کسانو کې يو کم عمره ماشوم ته د لس کاله بند سزا اورول شوې ده.

تېره مياشت د محکمې له خوا د ۱۸۸ کسانو د مرګ سزا درول شوې وه.