چین په قتل تورن پلار او لور اعدام کړل

Image caption ژانګ لیدونګ او د هغه لور د یوې ښځې د وژلو له کبله اعدام شول

د چین شانګدو یوې سیمه ییزې محکمې ویلي، ژانګ لیډونګ او د هغه لور ژانګ فان یې د قتل په جرم اعدام کړل.

ژانګ لیدونګ او د هغه لور ژانګ فان د (مهربانه خدای) په نامه د یوې ممنوع کلیسا غړي وو.

دوی د هغې ډلې غړي هم وو،‌ چې د ۲۰۴ کال مې کې یې په رسټورانټ‌کې د ۳۵ کلنې وو شاویان د ګومارلو هڅه کړې وه.

‌کله چې هغې د خپلې تیلیفون شمېرې له ورکولو ډډه وکړه، دوی تر مرګه ووهله.

محکمه وايي، تورن یې د دوشنبې پر ګهیځ اعدام کړل،‌ چې په وینا یې پلار او لور په قتل تورن وو او له قانون یې ښکاره سرغړونه کړې وه.‌

دغه تورن په تېر اکتوبر کې مجرم وپېژندل شول.‌ درو نورو تورنو ته له تېرو اوو کلونو راهیسې د عمري بند سزا ورکړل شوې ده.

د محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې ژانګ فان له آغلې وو څخه دوه ځلې د هغې د اړیکې د شمېرې غوښتنه وکړه. خو کله چې قرباني شوې رد کړه، دوی باور وکړ چې ګني د یوې شیطاني ډلې له خوا الهام ورته شوی،‌ همدا وو چې ژانګ فان د څوکۍ ګوزار ورباندې وکړ.

نورو خلکو هم په دې وژنه کې برخه اخیستې ده، خو ویل کېږي چې ژانګ لیدونګ آغلې وو په سر او مخ په سوکانو ووهله،‌ همدا وو چې له سختو ټپونو همالته مړه شوه.

ژانګ لیدونګ وروسته په یوه مرکه کې ویلي، دی پر دې باور و چې ګني وو شیطانه وه ((موږ باید هغه له منځه وړې وای)).

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په شانډونګ کې د مکدونالد هغه هوټل،‌ چې قتل پکې شوی

د هغې له وژل کېدا راهیسې،‌ چې په چین کې یې پراخه غوسه راوپاروله،‌ چینايي چارواکو ددغه قتل په شک سلګونه کسان ونیول.

هغه ډله چې آغلې وو یې غړې وه، په دې باور ده چې ګني خدای ځمکې ته د یوې چینایۍ ښځې په څېره کې راستون شوی.‌

ددوی په ګومان هغه لومړی کس چې له دغه خدای سره یې نېغه اړیکه نیولې ده، د فزیک یو ښوونکی ژوا ویشان دی، چې ۲۵ کاله مخکې یې د خپل فکر یوه ډله جوړه او امریکا ته ولاړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په رستورانت کې ځینو مېلمنو د وهلو انځورونه په موبایلونو کې اخیستې دي

د دوی پر وېبپاڼه داسې ادعاوې کېږي چې ګني تر اوسه یې میلیونونه پلویان پیدا کړي، خو وايي د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ‌یې نژدې ۴۰۰۰۰۰ غړي نیول شوي دي.