سوریه کې د حکومت بمباریو لسګونه کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې د بشري حقونو د څار ډ‌له وايي، نژدې هره ورځ حکومتي ځواکونه بمباري کوي

د سوریې بریتانیا مېشتې د بشري حقونو ډلې ویلي، د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې د حکومتي ځواکونو بمباریو لږترلږه ۴۴ کسان وژلي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.

دغه بریدونه درعا، ادلب حلب او دمشق ته هم غځېدلي دي.

خو تر ټولو خونړي بریدونه په سوېلي درعا ولایت کې شوي دي چې لږترلږه ۱۴ کسان یې وژلي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د بشري حقونو د څار ډلې د مشر رامي عبدالرحمن له خولې ویلي، د تېر په څېر حکومتي ځواکونو د ولسي وګړو د اوسېدو ځایونه بمبار کړي، هدف یې د ټلوالې د جنګیالیو د ملاتړو اړول دي.

عبدالرحمن زیاتوي، د ټلوالې جنګیالیو پرله پسې په درعا کې پرمختګ کړی. ددغه ولایت زیاتره لوېدیځه برخه د حکومت له واکه وتلې ده.‌

له څه مودې راهیسې، د حکومت مخالفو وسله والو د هېواد په جنوب کې بریدونه ډېر کړي دي.‌

نژدې هره ورځ، په جاسم ښار کې بمبارۍ او د حکومت مخالفو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.

همداشان،‌ دمشق ته څېرمه په دوما سیمه کې هم شپږ کسان وژل شوي دي.

د سوریې په نورو سیمو کې هم د ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

څارونکي وايي، حکومتي جنګي الوتکو هره ورځ د خلکو د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بمباري کړې ده.‌

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د سوریې کړکېچ کې لږترلږه ۲۰۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور هېواد پرېښودو او بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.‌‌

ورته مطالب