اردن د پیلوټ له سوځول کېدو وروسته ساجده او کربولي اعدام کړل

اردني پېلوټ د انځور حقوق Epa
Image caption اردنى پېلوټ د دسمبر په مياشت کې په سوريه کې نيول شوى و

له هغې ويديو وروسته چې د نيول شوي اردني پېلوټ سوځېدا يې ښووله، اردني چارواکي وويل چې دوه اسلامپالې اورپکې چې د عراق اوسېدونکي وو اعدام شول.

په دوى کې يوه ښځه وه چې ساجده الریشاوي نومېده او لس کاله وړاندې د ناکامه ځانمرگي بريد په ترڅ کې نيول شوې وه.

بل ورسره د القاعدې زیاد کربولي و چې د چارشنبې په سهار ( د فبروري څلورمه) اعدام شو.

دا اعدامونه تر هغه څو ساعته وروسته اعلان او ترسره شول چې اسلامي دولت نومې ډلې يوه ويديو خپره کړه او په هغې کې يې نيول شوى اردنى پېلوټ ښود چې ژوندى يې سوځوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ساجده الریشاوي په اردن کې په اعدام محکومه شوې وه

د اردن پاچا عبدالله امريکا ته خپل سفر د دغې پېښې له امله لنډ کړ.

خو په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر اوباما سره سملاسي چمتو شوې ناسته کې دواړو مشرانو د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد د گډې مبارزې هوډ بيا څرگند کړ.

اردن تر دې اعدامونو وړاندې ويلي و چې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد به لاس په کار کېږي. د اردن د دفاع وزارت وايي د پېلوټ وينه به يې نه ضايع کېږي.

دوى دا هم وايي چې غچ به اخلي او لوى گوزار به ورکوي.

دغه پېلوټ د تېر دسمبر په مياشت کې د سوريې پر خاوره د الوتکې له لوېدا وروسته نيول شوى و.

اردن هڅه کړې وه چې د خپل پېلوټ په بدل کې نيول شوې اورپکې ښځه تبادله کړي؟

دغه ښځه يوه لسيزه وړاندې هغه وخت ونيوله شوه چې د ځانمرگي بريد هڅه يې کوله.