ډیلي کې پر کلیسا د بریدونو پر ضد تازه مظاهره شوې

Image caption د دسمبر میاشت راهیسې پر کلیساګانو پنځه پریدونه شوي دي.

د هند پلازمېنه ډیلي کې پولیسو هغه لسګونه کسان نیولي چې په ښار کې یې پر کلیساګانو د بریدونو پر ضد مظاهره کوله.

د دسمبر میاشت راهیسې په ډیلي کې پر کلیساګانو پنځه بریدونه شوي دي.

عیسوۍ ډلې د بریدونو پړه پر سخت دریځو هندوانو اچوي خو پولیس وايي په دې برخه کې شواهد ډېر کم دي.

ځینو مظاهره کونکو د هندو ملتپالي (بي جی پي) ګوند پر حکومت تور لګولی چې د ښار د عیسوي لږه کیو د خوندي کولو لپاره یې اړین ګامونه نه دي پورته کړي.

د پنجشنبې ورځې مظاهره وروسته له هغه پیل شوه چې په ډيلي کې د دوشنبې پر ورځ یوه کلیسا ویجاړه کړای شوه او د دسمبر په میاشت کې هم یوې کلیسا ته په ډزو تاوان اړول شوی و.

مظاهره کونکو، چې په نوي ډیلي کې د مرکزي کلیسا تر څنګ یوځای شوي وو، د "نور بس دی، پولیس څه کوي؟" شعارونه ورکول.

د انځور حقوق BBC World Service

پولیس وايي مظاهره کونکي هغه وخت ونیول شول چې دوی د کورنیو چارو وزیر رجنات سنګ د کور په لور روان وو، هغه سیمه چې کلک امنیت په کې نیول شوی او مظاهره کونکو ته په کې د ورتلو اجازه نشته.

د پولیسو لوړپوړي چارواکي ایم کی مینا د (این ډي ټي وي) خبري چینل ته وویل:

"دوی پر سړکونو د مظاهرې اجازه نه لري. دوی نه شي کولی د کورنیو چارو وزیر کور په لور ولاړ شي. موږ اړ یو چې د مهمو کسانو کورونه خوندي کړو".

یوه مظاهره کونکي فادر جولي بي بي سي ته وویل چې پر کلیساګانو بریدونه عیسویان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن کړي دي.

نوموړي وویل: "لومړی وزیر لا هم په دې مسله چوپه خوله ناست دی. دغو بریدونو ته په پام سره، دی باید مخې ته راشي او وینا وکړي. دی باید موږ ته ډاډ راکړي".

پولیس وايي دوی په پلازمېنه کې د څه دپاسه ۲۰۰ کلیساګانو امنیت نیولی دی.

راپورونه وايي د دوشنبې پر ورځ د ډیلي په شمالي سیمه کې ناپېژندل شوي کسان یوې کلیسا ته ننوتل او مذهبي څیزونو ته یې سپکاوی وکړ.

د دسمبر په میاشت کې سلګونه عیسویانو په پلازمېنه کې وروسته له هغه مظاهره وکړه چې یوه کلیسا وسوځول شوه.

پولیسو پیل کې ویلي وو چې اور د برېښنا تارونو کې د ستونزې له کبله رامنځ ته شوی خو د عیسوۍ ټولنې له مظاهرو وروسته دوی د ناپېژندل شوو کسانو پر ضد قضیه ثبت کړه.

ورته مطالب