اماراتو 'داعش' ضد بریدونه وځنډول

اماراتۍ پیلوټه مریم المنصوري د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مریم المنصوري د سوریې خاوره کې د امریکا د ایتلاف په مشرۍ لومړنۍ اماراتۍ پیلوټه وه چې پر ''اسلامي دولت'' یې بمبار وکړ

د امریکا یو ه چارواکي منلې ده،‌ چې د 'اسلامي دولت'' پروړاندې د امریکا په مشرۍ متحده عربي اماراتو خپلې بمبارۍ او بریدونه ځنډولي دي.

اماراتو د اسلامي دولت پروړاندې ایتلاف کې ګډون کول د دغې ډلې له خوا د یوه اردني پیلوټ معاذ الکساسبه تر نیول کېدا او د ''اسلامي دولت'' له لوري د هغه د ژوندي سوځولو تر وېډیو خپرېدو وروسته ځنډولي دي.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قولي ویلي:‌ ''ویلی شم چې امراتتو د لنډ وخت لپاره په تېر دسمبر کې د اردنۍ الوتکې او د پیلوټ تر نیول کېدا وروسته خپلې بمبارۍ ځنډولې دي.''

دی زیاتوي، امارات وېره لري چې پیلوټان یې له ورته برخلیک سره مخامخ نه شي، همدا یې غوره بللې چې خپله ونډه د یوڅه وخت لپاره وځنډوي.

خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې امارات لاهم د ''اسلامي دولت'' پرضد جوړ شوي ایتلاف کې مهم غړی دی.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې جنیفر ساکي خبریالانو ته وویل، د اماراتو پرځای هېڅ بل هېواد ددوی پوځي ځای نه شي ډکولی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، اماراتو د امریکا له دفاع وزارت (پنتاګون) نه غوښتي وو چې د عراق په شمال کې دوی ته اوسپیري وي ۲۲ ډوله جنګي الوتکې ورکړي، چې تله د جګړې په لومړیو کرښو کې د کویت رول کم او امارات ورمخې ته شيږ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امارات وېره لري، چې پیلوټان یې د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه له برخلیک سره مخامخ نه شي

ورخپاڼه د امریکايي ادارې د یوه چارواکي له قوله لیکي، اماراتو د امریکا مرکزي قوماندې ته خبر ورکړی و چې د اردني پیلوټ تر نیول کېدا وروسته دوی غواړي خپله پوځي ونډه د لنډ وخت لپاره وځندوي.

اردنی پیلوټ معاذ الکساسبه د ۲۰۱۴ په دسمبر کېی د سوریې رقه ښار ته څېرمه د الوتکې د لوېدو پېښه کې ژوندی د اسلامي دولت ډلې لاس ته ولوېد، چې تېره ورځ یې د ژوندي سوځول کېدو وېډیو خپره شوه.

یوه امریکايي پوځي چارواکي ویلي اسلامي دولت الکساسبه په څو دقیقو کې ونیو،‌ چې موږ یې د ژغورنې لپاره هېڅ نه شوای کولی.‌

خو اماراتیان بیا شک ښيي، که چېرې امریکا کافي وخت هم لرلی، شاید د کساسبه د ژغورنې لپاره یې لازم ګامونه نه وای اخیستي.

ورته مطالب