د برېښنایي وسایلو کارونه د ځوانانو خوب ته زیان اړوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption څېړنه وایي له ښوونځي وروسته تر دوو ساعتونو زیات د ټکنالوژۍ کارونه له ناوخته او لږ خوب سره تړاو لري.

ځوانان چې هر څومره زیات وخت د برېښنایې وسایلو لکه ځیرکو تیلیفونونو او ایپډونو په کارولو تېروي، په هم هغه کچه يې خوب ته زیان اوړي.

دا د هغې څېړنې پایلې دي چې له ۱۶ کلنۍ نیولې بیا تر ۱۹ کلنۍ پورې نژدې لس زره ځوانان یې پوښتلي دي.

څېړنه وایي له ښوونځي وروسته تر دوو ساعتونو زیات د ټکنالوژۍ کارونه له ناوخته او لږ خوب سره تړاو لري.

د ناروې هېواد نژدې ټولو ځوانانو ویلي دي چې هغوی خوب ته تر تلو مخکې د برېښنایي وسایلو کار اخیستی دی. ډېری دغو ځوانانو ویلي چې تر ۵ ساعتونو یې لږ خوب کړی وي.

څېړونکې ډاکتره «ماري هېسینګ» وایي،” د برېښنایي وسایلو بندول د ښه خوب کولو پیل دی.“

په دې څېړنه کې له دغو ځوانانو پوښتل شوي وو چې دوی د اوونۍ او رخصتیو په ورځو کې څه وخت خوب کوي او دا هم چې له ښوونځې پرته، په کومو ورځو کې څو ساعته په ټيکنالوژۍ مصروفه وي.

نجونو د ورځې پنځه نیم ساعت تلویزیون، تیلیفون او یا هم کمپیوټر کې کار کوي خو هلکان بیا تر دوی یو ساعت زیات خپل وخت په برېښنیایي وسایلو تېروي.

د هلکانو په منځ کې د کمپيوټر لوبې ډېر شهرت لري خو نجونې بیا انلاین یا د کمپیوټر له لارې خبرې کول خوښوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هلکانو په منځ کې د کمپيوټر لوبې ډېر شهرت لري خو نجونې بیا انلاین یا د کمپیوټر له لارې خبرې کول خوښوي.

که د ورځې وي او که د خوب یو ساعت مخکې، د ټیکنالوژۍ ډېره کارونه دځوانانو خوب ته تاوان رسوي. هر څومره چې پر دغو وسایلو وخت ډېر تېروي نو په هم هغه کچه یې زیان هم ډېر وي.

که چیري ځوانان د ورځې په اوږدو کې څلور یا له دې زیات ساعتونه ټیکنالوژي کاروي نو هغوی تر ۴۹ سلنې پوري د بې نظمه خوب خطر پر سر وړي.

دغه تنکي ځوانان د شپې تر پنځو ساعتونو لږ خوب کوي. چیرې چې د ټیکنالوژۍ کارول مخ پر لوړه وي هلته د خوب کچه را کښته کېږي.

ډاکتر ماري هېسینګ او د هغې همکاران چې د برګن د پوهتنون د روغتیایې ادارې څېړونکي دي وایي:

”کېدای شي د برېښنایي وسایلو زیاته کارونه خوب کولو ته وخت نه پرېږدی. خو دا هم امکان لري چې ټيکنالوژي دې د خوب پر څرنګوالي تاثیر وکړي او انسان دې بې خوبه کړي.“

دوی وایي له خوب مخکې د تیلیفونونو روښانو پردو ته کتل د انسان مغز ته غلط سیګنال استوي او دغه سیګنال د انسان بدني ساعت ګډوډوي چې په پایله کې یې د انسان خوب خرابېږي.

ډاکتره هېسینګ وایي د هغې موندنې ډېرو خلکو ته لارښوونه کوي ځکه چې دا مهال ګڼ شمېر خلک دغه برېښنایې وسایل کاوري.

موږ ټول په دې پوهېږو چې خوب د انسان د زهني او فزیکي روغتیا لپاره څومره اړین دی،” د برېښنایي وسایلو بندول د ارامه خوب لپاره مثبت ګام دی.“

پروفیسر رسل فوسټر چې د اکسفورډ په پوهنتون کې د خوب او نیرو ساینس کارپوه دی وایي: ”دا یوه ډېره مهمه موندنه ده. دې موندنې ثابته کړه چې د برېښنایي وسایلو کارونه له خوب مخکې د خوب پر څرنګوالي او اوږود والي منفي اغېز لري.“ هغه زیاته کړه چې ځوانان باید په دې خبره ځانونه وپوهوي.

ورته مطالب