"د ترانزاسیا الوتکې د ماشینونو برېښنا پرې شوې وه"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption الوتکه د تایپي سونګشن په هوايي ډګر کې له الوتنې یوازې ۳۷ ثانیې وروسته له ستونزو سره مخامخه شوه.

پلټونکي وايي د ترانزاسیا هوايي شرکت الوتکې، چې په تایوان کې رالوېدلې وه، د تورې بکسې مالومات ښيي چې د الوتکې د دواړو ماشینونو برېښنا قطع شوې وه.

د تایوان د هوايي چلند د خوندیتوب شورا ویلي چې له الوتنې سملاسي وروسته دواړو ماشینونو الوتکې ته د الوت لپاره په کافي اندازه فشار او منډه ور نه شوای کړای.

مالومات څرګندوي چې د الوتنې عملې د یوه ماشین د مړ کولو او بیا روښانولو هڅه وکړه خو بریالي نه شول.

د (جي اي ۲۳۵) الوتنه کې ۵۸ مساپر او عمله سپاره وو چې لږترلږه ۳۵ یې هغه مهال ووژل شول چې الوتکه یوه سیند ته ولوېده.

په پېښه کې ۱۵ کسان ژغورل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption الوتکې د سهار په ۱۰ بجو او ۵۳ دقیقو په یوه ماشین کې د اور اشاره ورکړه.

پلټونکو په تایپي کې د یوې غونډې پر مهال وویل، الوتکه د تایپي سونګشن په هوايي ډګر کې له الوتنې یوازې ۳۷ ثانیې وروسته له ستونزو سره مخامخه شوه.

د هوايي چلند د خوندیتوب شورا مشر ټامس ونګ وویل پیلوټ د "اور دی" غږ وکړ او پیلوټان په عمومي ډول هغه وخت دغه غږ کوي چې ماشین ته په کافي اندازه د سون مواد و نه رسېږي یا تخنیکي ستونزه ولري.

خو نوموړي وویل د سون توکي کم نه وو او په حقیقت کې د ښي اړخ ماشین مړ شوی و پرته له دې چې د تیلو فشار درجه بدله شي.

د ای ایف پي خبري اژانس د ښاغلي ونګ له خولې ویلي: "الوتکې د سهار په ۱۰ بجو او ۵۳ دقیقو په یوه ماشین کې د اور اشاره ورکړه".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پېښه کې ۱۵ کسان ژغورل شوي دي.

"له دې سره عملې بل (د کیڼ اړخ) ماشین خپله مړ کړ. پیلوټ د ماشین د بیا روښانه کولو هڅه وکړه خو بریالی نه شو".

ښاغلي ونګ وویل د (ای ټي آر ۷۲-۶۰۰) ډوله الوتکه په یوه ماشین هم الوتنه کولی شي خو زیاته یې کړه دا څرګنده نه ده چې د کیڼ اړخ ماشین ولې مړ کړای شوی و.

د الوتکې د رالوېدو په اړه به بشپړ رپوټ په راتلونکو ۳۰ ورځو کې خپور شي.

د تایپي ښاروال د الوتکې پیلوټ لیو چینسنګ په دې خاطر ستایلی چې ده د لوېدو په وخت الوتکه له کورونو او ودانیو لرې وساتله.

ورته مطالب