اردنی پیلوټ

د انځور حقوق EPA
Image caption اردنیان د پیلوټ وژلو سخت په غوسه کړل او لارو کوڅو ته راووتل

اردن، چېرې چې عمان کې خلک په تېر دسمبر میاشت کې د اسلامي دولت له لوري د نیول شوي پیلوټ د وژلو په غبرګون کې واټونو ته د لاریون په بڼه راوتلي دي.

اردن د اسلامي دولت پر مرکزونو لسګونه ځلې بمباري وکړه. د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوی د اسلامي دولت ترهګریز مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کړي دي. د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جوده ټینګار کوي چې دغه عملیات د اردني پیلوټ د وژلو غچ اخیستو کې یوازې د پیلامې بریدونه دي.

زه نیمه ویده وم چې زنګ راغی. په ډېرې نارامۍ د یوه موټر په شا کې ټینګ ناست وم او یوه ورځ د اسرائیلو پر خاورې ننوتلو او ورڅخه راوتلو داسې ستړی کړی وم چې ځنګولم یې. سټلایت لارښود موږ ته ویل چې په بېرته راتګ کې، که د اردُن د درې له لارې راشو، یو څو دقیقې مزل لنډولی شو، نو کله چې ټیلفون زنګ وواهه او له لندن څخه د بي بي سي غږ راغی چې «عمان ته ولاړ شئ»، زه په نیمايي لار کې وم.

د الٍنبي Allenby پول په اُردنۍ خوا کې، په هغو آشنا او د نامعلوموالي له لوګیو څخه په ډکو دقیقو کې مې، چې هرکله د منځني ختیځ په سرحدونو کې وي، له آخوا د رارسېدونکو ګاډو په سالون کې مې د معلوماتو پردې ته وکتل. هغو انځورونو ته چې فقط لږ وړاندې مې د هغه په هکله واورېدل او ليدو ته یې ډېر چمتو نه وم.

ډېرې لودیځې رسنۍ هغه مهال له ډېر احتیاط څخه کار اخلي چې خبره د هغو ويډیوګانو د زړه بوګنونکي تصویر او سیاسي محتوا پر سر وي، چې کله کله یې پټ مفهوم، له هغې څرګندې هیلې څخه، چې نیت یې زموږ د بې هوشۍ ترکچې وېرول دی، لږ دي. خو دلته په منځني ختیځ کې، خپرونکي او عام خلک یې هغومره جدي نه نیسي.

د انځور حقوق Getty
Image caption په سبا سهار یې موږ د جنوب پر لور وخوځېدو چې د معاذ الکساسبه کورنۍ پیدا کړو.

کله چې د یوه انسان په وړاندې د بل انسان د غیرانساني چلند مساله وي، کله کله داسې ښکاري، هېڅ داسې څه نشته چې ښکاره یې نه کړي.

نو، هغو یو شمېر مسافرو چې ناوخته له پولې تېرېدل داسې څه ولیدل چې د ویلو نه دي، آن د غیراخلاقي معیارونو سره. دقیقاً د سوځولو شېبه نه، خو نور هرڅه یې بیابیا وکتل. ما هغو مخونو ته وکتل چې زما ترڅنګ ول.

خو ډېری بې غبرګونه ښکارېدل. نه پوهېږم چې عادت شوي ول که سم نه پوهېدل چې څه تېرېږي؟ خو کله چې عمان ته د تګ لپاره مې ټکسي ونیوله ښکاره وه چې د ورځې تر پایه به هر اُردُنی به پوه وي چې ددوی له یوه ځوی سره څه شوي دي.

په سبا سهار یې موږ د جنوب پر لور وخوځېدو چې د معاذ الکساسبه کورنۍ پیدا کړو. د ډبریزو غُنډیو ترمنځ ښکته شوو چې ژمني باران شنه ګرځولي ول، له هغو کلیو تېر شوو چې پاس د مړه سمندر پرسر د غُنډیو پر ډډو سره نژدې پراته ول. هلته لاندې، د دښتې په دوړو کې، د نړۍ په تل کې مالګین جهیل مړ شانې ځلېده.

پر لارې موږ د کېراک د ماڼۍ له تحمیلي خنډونو څخه تېر شولو چې په منځني ختیځ کې یو له تر ټولو لویه کلا ده. په دولسمې پېړۍ کې جوړه شوې او د یوې مودې لپاره د چتیلیون د بدنام صلیبي، رینالد پوځي قرارګاه وه چې له همدې ځایه یې پخپله مکه ګواښوله، او داسې ویل کېږی چې له دې به یې خوند اخیسته چې خپل دښمنان د ماڼۍ له دیوالونو څخه لاندې پر پرښو وغورځوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د وژل شوي پیلوټ خپلوان د خپل غړي په وژل کېدو تر ټولو ډېر دردېدلي دي.

ده چې د اسلام یو له کلکو دښمنانو ګڼل کېږي، ۱۵ کاله د طرابلس په زندان کې تېر کړل او بیا د ډېرو سرو زرو په بدل کې خوشې شو. خو بالاخره ونیول شو او پخپله د صلاح الدین له خوا یې سر پرې شو.

دا ټول تر اته سوو کلونو هم وړاندې پېښ شوي دي، خو د هغو خلکو لپاره چې د اسلامي دولت تر شعار لاندې جنګېږي، ښايي داسې وي لکه پرون چې پېښ شوي وي. د هغوی لپاره صلیبیان تر اوسه هم دلته، د نن زمانې له خپلو مُتحدینو، صهیونستانو سره دي. دوی اوس هم باج اخلي، او تر رینالند، له جګو ودانیو څخه د مرګ کندې ته د خپلو دښمنانو په لاندې راغورځولو کې، ښه نه دي.

او په دې سپېڅلې جګړې کې، دوی یوه بل مسلمان ته چې جسارت کوي او ددوی پر ضد ټوپک اخلي، د بې ساري وحشتناکې سزا روکولو د طرحې لپاره، ځان ته حق ورکوي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters

نو، په پای کې موږ کلي ته ورسېدو. د شاوخوا غونډۍ تشې وې، خو په آيي کې موټرونه په کوڅو کې د هغو ودانیو شاوخوا قطار ول چې قومي مرکز بلل کېږي. کارګرانو د وره پر سر غټه لوحه اېښې وه: له اوسه وروسته، به دغه تالار د شهید معاذ الکساسبه په نامه یادېږي.

د لوحې ترڅنګ، جدي غمشریکان په کتارونو کې د خیمې پر لور روان ول. سړي په دوديزو کالیو کې. سړي په درېشیو کې. سړي د پوځ او هوايي ځواک په یونیفورم کې. دلته هېڅ ښځې نه وې. هغوی مراسم په یوې نژدې سیمې کې، بېل ترسره کول.

د انځور حقوق
Image caption د اردن پاچا عبدالله د درناوي لپاره د وژل شوي پیلوټ له کورنۍ سره وکتل

او هلته په یوه ګوښه کې، د پیلوټ پلار صافي د دریو اوږدو ورځو په لومړۍ ورځ، له عامو غمشریکو خلکو هرکلی کاوه چې دی یې په غېږ کې نیوه او مچ کوه یې. ددې ترڅنګ میلمه پالو په کتارونو کې ناستو میلمنو ته خُرما او هِل داره قهوه ورکوله.

له دغې غمجنې پېښې وړاندې هم د کساسبه کورنۍ پېژندل شوې وه. د برارشه قوم یوه برخه وه چې له هاشمي پاچاهۍ څخه د ملاتړ اورمېږ بلل کېږي. اوس صافي، د شهید پلار، د ملت غږ دی.

تېره اونۍ کله چې هغه د خپل ځوی د خوشې کولو غوښتنه کوله، هغه د اسلامي دولت په وړاندې د اُردن ونډه تر پوښتنې لاندې راوستله. اوس چې د هغه هیلې په وحشتناک ډول په اوبو لاهو شوي، هغه ماته وویل هرځای چې اورپکي دي، اُردن باید هغوی ښکار کړي او له مینځه یې یوسي.

د انځور حقوق AP
Image caption پیلوټ معاذ الکساسبه په تېر دسمبر کې د اسلامي دولت منګولوت ته ولوېد

په بله ورځ یې، کله چې پاچا عبدالله د درناوۍ لپاره راورسېد، جټ الوتکې په هوا کې الوتې، ظاهراً د اسلامي دولت له بمبارۍ وروسته. اُردن وايي په عملیاتو کې خپله ونډه ډېروي. آیا هغو کسانو چې د معاذ الکساسبه د سېځلو لمبه یې بله کړه، په خپلې غوښتنې کې پاتې راغلل که همدا یې غوښتل؟

ورته مطالب