کاناډا محکمې د ډاکټر په مرسته د ځانوژنې اجازه ورکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د محکمې له امر سره سم، ډاکټران یوازې له هغو کسانو سره په مړینه کې مرسته کولای شي، چې بالغ وي

د کاناډا سترې محکمې امر کړی، چې ډاکټران له هغو نارغوانو سره مړینه کې مرسته کولای شي، چې ناروغي یې د درملنې وړ نه وي او غواړي ژوند پای ته ورسوي.

دغې پرېکړې سره ۱۹۹۳ کې لګېدلی بندیز پای ته ورسېد. محکمې خپله پرېکړه کې ویلي، چې دغه قانون کاناډا کې بشري حقونو سره ټکر کې و.

دعوی د بشري حقونو یوې ټولنې د دوو مېرمنو له لوري محکمې ته وړاندې کړې وه. کې کارټر او ګلوریا ټېلر په سختو ناروغیو اخته وې او دواړه د قضيې څېړنې پر مهال مړې شوې.

اوس حکومت یو کال وخت لري، چې په مرسته د ترسره شویو ځانوژنو لپاره دویم ځلې قانون جوړ کړي.

که داسې و نه شي اوسنی قانون به پلي شي. د ډاکټرانو په مرسته جانوژنه په ځینو اروپايي هېوادونو او د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې قانوني حیثیت لري.

د عریضه کونکي سازمان، برټش کولمبیا سول لبرټیز اسوسي ایشن ګریس پېسټن وايي:

' دا داسې ورځ ده، چې باور مې نه کېږي، د یوه روغتیا پال په مرسته د مړینې حق پېژندل شوی دی، دا داسې طبي خدمت دی، چې پکې د خلکو هغه ځور پای ته رسیږي، چې د زغم وړ نه وي.'

د محکمې له امر سره سم، ډاکټران یوازې له هغو کسانو سره په مړینه کې مرسته کولای شي، چې بالغ وي او مقصد پکې یوازې دا وي، چې د دوی لاعلاجې ناروغۍ له کبله یې د رنځېدو تکلیف پای ته ورسیږي.

د کې کارټر او ګلوریا ټېلر مدافع وکیل ویلي و، دغه بندیز د دوی دواړو لپاره له تعصبه ډک دی، ځکه وايي د ډاکټرانو له مرستې پرته دوی نه شي کولای ځانونه ووژني.

مېرمن ټېلر ۲۰۱۰ کال کې ومړه او مېرمن کارټر د ملا تېر د ناروغۍ له کبله په ۲۰۱۰ کال کې له نړۍ سترګې پټې کړي.