'د امریکايي مېرمنې وژل کېدو ثبوت نه دی موندل شوی'

د انځور حقوق Daily Courier
Image caption ۲۶ کلنې کایلا له ایریزونا پوهنتون نه زده کړې کړې او ۲۰۱۲ کال کې د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې سیمې ته له کډوالو سره د مرستو چارو لپاره تللې وه.

امریکا وايي داسې ثبوتونه نه شته، چې سورېې کې د اردن هوايي برید کې د برمته شوې امریکايۍ مېرمن وژله شوې ده.

داعش ادعا کړې، چې د اردن یوه هوايي برید کې برمته شوې امریکايۍ مېرمن وژله شوې ده.

داعش په یوه انلاین اعلامیه کې ویلي، چې وژله شوې مېرمن کایلا جین میلر نومیږي. داعش د سوریې په الرقه سیمې کې د یوې ورانې شوې ودانۍ عکسونه خپاره کړي او د وژنې په اړه یې نور کوم جزیات نه دي خپاره کړي.

الرقه د داعش کلک مرکز بلل کېږي، بلکې په اصطلاح د دغې ډلې پلازمېنه هم بلل کېږي.

د ملي امنیت برخه کې د امریکا ولسمشر شورا یوه ویاند ویلي، امریکایان د دغو رپوټونو په اړه اندېښمن دي، خو وايي چارواکو داسې کوم رپوټونه نه دي موندلي، چې پر بنسټ یې د داعش ادعا تایید شي.

داعش وايي دغه ودانۍ کې یې مېرمن کایلا جین مولر ساتلې وه، چې وايي د اردن هوايي ځواک الوتکو پرې بمباري کړې، خو داعش د هغې د مړي کوم انځور نه دی خپور کړی.

که د مېرمن مولر وژل کېدل تایید شي دا به د امریکا څلورم کس وي، چې د داعش زندان کې وژل کېږي.

۲۶ کلنې کایلا له ایریزونا پوهنتون نه زده کړې کړې او ۲۰۱۲ کال کې د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې سیمې ته له کډوالو سره د مرستو چارو لپاره تللې وه.

نوموړې د سوریې له حلب ښاره وتښتوله شوه. د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر الجوده پر ټولییزې ویبپاڼې، ټویټر یوه پیغام کې د داعش ادعا یو پخوانی او وروست چل ول بللی، چې وايي له پیړیو راهیسې یې جابر او ترهګر کارووي، چې وايي ادعا کوي، برمته شوي کسان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د اردن پلازمېنه عمان کې زرګونو کسانو د داعش ډلې پر ضد د اردن حکومت د بریدونو په پلوي لاریون وکړ. لاریون کې د اردن ملکه رانیا هم شامله وه.

نوموړې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه له وژل کېدو وروسته اردن هوډ لري، چې نړۍ له دغې بدۍ وژغوري.