یمن بحران: ملګرو ملتونو حوثیانو ته خبرداری ورکړی

د انځور حقوق AFP
Image caption خلیجې عرب هېوادونو د لا سخت نړیوال غبرګون غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یمن کې حوثي یاغیانو ته چې دغه هېواد کې یې واک تر لاسه کړی، خبرداری ورکړي، که سملاسي خبرو ته نه کښېنې پر ضد به یې غیر متوقع نور اقدامات وشي.

له هغه وروسته، چې شیعه حوثیانو د پلازمېنې صنعا سیاسي واک تر لاسه کولو اعلان وکړ، خلیجې عرب هېوادونو د لا سخت نړیوال غبرګون غوښتنه کړې.

یاغیانو ویلي پارلمان منحلوي او د ولسمشرۍ مقام د چارو پر مخ بیولو لپاره یې یوه شورا ټاکلې ده.

د دوی مخالفو یمني ډلو دغه حرکت یوه کودتا بللې. حوثیانو په سپتامبر کې پلازمېنه ونیوه او جنورۍ میاشتې کې یې ولسمشر عبدربه منصور الهادي استعفا ته اړ کړ.

دغه هېواد کې د امریکا متحدو ایالتونو د ډرون الوتکو په مرسته له القاعده وسله والو سره هم یوه جګړه روانه ده.

د حوثیانو له واک تر لاسه کولو سره سره د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دوی به له ترهګرۍ سره مبارزې کې له یمن سره همکاري وکړي.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ویلي دوی ( سخت اندېښمن ) دي او له ټولو لوریو یې وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرو ته ستانه شي.

دوی دغه راز غوښتنه کړې، چې باید د یمن ولسمشر، لومړی وزیر او د کابینې غړي باید ژر تر ژره په کور دننه له نظر بندۍ ازاد شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي د حوثیانو اعلامیه د یمن سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوي حل معیارونو ته نه رسیږي.

بل لور ته د بحرین، عمان، قطر، متحدو عربي اماراتو، سعودي عربستان او کویت وزیرانو په دې اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ( داسې احساس شته، چې نړیواله ټولنه باید غښتلی دریځ غوره کړي. د ایران د اغیز په اړه اندېښنې موجودې دي، خو هیچا له ایرانیانو سره خبرې و نه کړي.) پر ایران تورونه دي، چې ګواکې حوثیانو ته مالي او پوځي مرستې ورکوي، خو دا هغه تورونه دي، چې ایرانیان یې ردوي.