اردن پر ''اسلامي دولت'' ۶۰ ځلې بمباري کړې

د انځور حقوق AP
Image caption اردن د تېرې پنجشنبې په ورځ د پیلوټ‌ سېځلو غبرګون کې پر 'اسلامي دولت' بمبارۍ پیل کړې

اردن د سوریې رقه ښار کې د ''اسلامي دولت'' پر مرکزونو د درېیمې ورځې لپاره بمباري کړې ده.

د اردن تلویزیون او یوې امنیتي سرچینې ویلي ''هوايي ځواک د ''اسلامي دولت'' پر مورچلونو بمباري وکړه''،‌ خو سرچینې نور جزییات ورنه کړل.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم اردن د پیلوټ معاذ الکساسبه د ژونوي سېځلو په غبرګون کې بمباري وکړه.

یوه امنتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اردن په تېرو درو ورځو کې پر ''اسلامي دولت'' لږترلږه ۶۰ ځلې بمباري وکړه، چې زیاتره بمباري د سوریې د خاورې د ننه د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو او عراق کې وشوه.

یوې سرچینې ویلي په بمباریو کې زېرمې، روزنځایونه او د اړیکو څلي په نښه شوي دي.

د اردن پاچا عبدالله د الکساسبه د وژل کېدو په غچ کې د پرېکنده بریدونه ژبه کړې وه.

خو زیاتره اردنیان وېره لري چې هسې نه چې هېواد یې د ننه د سخت دریځو له لوري کورنۍ جګړې ته ورټېل وهل شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اردن عمان او ګڼو نورو ښارونو کې د پیلوټ وژل کېدو په غبرګون کې خلک واټونو ته راووتل
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق n

متحده عربي اماراتو هم د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د اردن د ملاتړ لپاره د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د استولو ژمنه کړې.

وړاندې د اردني پیلوټ د سېځل کېدا تر وېډیو خپرېدو وروسته،‌ اماراتو د ''اسلامي دولت'' پروړاندې په ایتلاف کې د بمبارۍ د ځنډولو خبر ورکړی و.

د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د امریکا په مشرۍ جوړ شوي ایتلاف ویلي، په تېرو څلریشتو ساعتونو کې یې سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پروړاندې ۱۱ ځلې بمباري او په عراق کې ۱۵ ځلې بمباري کړې ده.

''اسلامي دولت'' دا مهال د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.

د انځور حقوق Jordanian Airforce
Image caption ''اسلامي دولت'' د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه د ژوندي سوځولو وېډیو خپره کړه

ورته مطالب