''داعش، د جهادیانو بیا ستنېدل'' کتاب وپېژنئ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کوکبرن وايي، ''اسلامي دولت'' د معمر القذافي په څېر خپلو جنګیالیو ته په لوی لاس د ښځو د تښتولو او تېري اعمال ورښيي، او له هغو کمپونو ښځې تښتوي، چې بریدونه ورباندې کوي.‌

په وروستیو کې په منځني ختيځ کې د بریتانیا (انډپنډنټ) ورځپانې ایرلنډي خبریال پاټریک کوکبرن د ''داعش.. جهادیانو بیا ستنېدل'' په نامه یو کتاب ولیکه.‌

لیکوال د '' اسلامي دولت'' راپورته کېدو عوامل شاربلي دي، په تېره بیا د سوریې له روانې ستونزې راټوکېدلې ربړې او په سوریې او عراق پر پراخو سیمو د جهادیانو واکمني.‌

همداشان،‌ د کتاب کرښې په عربي نړۍ کې د روانو ناخوالو له اوره پیدا شوی ناوړه وضعیت څېړل شوی.‌

لیکوال پخپل اند په منځني ختیځ کې د جیوسیاسي بندیوان وضعیت مهمو پېښو ته کتنه شوې ده، چې د زرګونو انسانانو وینې یې وزبېښلې،‌ دغو پېښو د نورې نړۍ پر ګڼو برخو هم اغېز وکړ،‌ چې د لمبو تاو یې په وروستیو میاشتو کې آن تر فرانسې، استرالیا او بریتانیا پورې هم ورسېد.

ددغو کړاوونو پیدا کولو کې د لوېدیځ پر غلطو سیاستونو هم تمرکز شوی، چې وايي په سوریه او عراق کې ''اسلامي دولت'' ډلې او جهادیانو، په افغانستان،‌ عراق او لیبیا کې د لوېدیځ د جګړې له تېروتنو په ګټې اخیستو خپل ځانونه ډېر ژر مشهور کړل،‌ همدا وو چې په چټکۍ یې د ''خلافت'' اعلان وکړ،‌ چې هاغه وخت یې د خلافت په قلمرو کې د عراق زیاتره سُني مېشتې سیمې او همدارنګه د سوریې پراخې شمال ختیځې سیمې هم شاملې وې.

د انځور حقوق Independent
Image caption پاټپریک کوکبرن دا کتاب په ۱۹۲ مخونو کې لیکلی، چې په اروپا او شمالي امریکا کې یې ډېر مینه وال پیدا کړي دي.

په ۱۹۲ مخونو کې دغه لیکل شوی کتاب په اروپا او شمالي امریکا کې ډېر ژر مشهور شو،‌ ځکه چې اوس لوېدیځ ته ''اسلامي دولت'' ډله یوه هیولا جوړه شوې ده،‌ چې ګڼ لوېدیځ نارینه او ښځینه ځوانان او زلمیان ورسره ملګري شوي او په لیکو کې یې جنګېږي.

په کتاب کې کوکبرن ـ چې د خبریالۍ تجربې او له سیمې سره اشنايۍ یې چې یوازې د عراق په اړه یې درې کتابونه لیکلي ـ ‌د ''اسلامي دولت'' د پیدا کېدو عوامل راخیستي دي، او بیا یې په عراق او سوریه کې په ډېرې چټکۍ سره د پراخو سیمو نیول کېدو ته اشاره کړې ده،‌ چې آن ترکیه، اردن او سعودي عربستان هم ترې وېرېدلي دي.

کتاب په ټوله کې پر درو لویو برخو وېشل شوی: په لومړۍ برخه کې په ۲۰۰۳ کال د امریکا تر یرغل وروسته عراق کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پیدا کېدو او جرړو ته اشاره شوې، چې وايي په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په لاس د مجاهدینو شورا جوړه شوه، بیا دغه شورا سوریې ته وغځېده،‌او هلته په عراق کې د القاعدې دغه پخوانی ملګری پر دښمن واوښت،‌ او د سوریې په ځینو سیمو کې یې له 'نصرت جبهې' سره خونړۍ نښتې وکړې.

لیکوال وايي، د داعش پیدا کېدو یو لامل په سیمه کې د یوه عادل او ټینګ ملي حکومت نشتوالی هم دی، ځکه په زیاترو عربي هېوادونو کې واک د میراث په توګه پاتې کېده او شاهي کورنیو او دیکتاتوریانو د واکمنۍ پر ګدۍ خېټې اچولې وې.

لیکوال د ''اسلامي دولت'' له لوري د عراق د دویم لوی ښار موصول د نیول کېدو د تحلیل په تړاو وايي، د عراق په پوځي بنسټ کې پراخ فساد او د عراقي پخواني ولسمشر صدام حسین د نظام تر ړنګېدا وروسته امریکا او لوېديځ د عراقي دولتي بنسټ په جوړولو کې پاتې راغلل.

لیکوال کوکبرن په دې تړاو وايي:‌ ''د عراق پوځ قومندانانو څوکۍ او منصبونه په پیسو واخیستل، د شتمنو او بډایو د رشوت او فساد لمن او هڅې پکې دوه برابره شوې،‌ خو د جهادیانو په ستنېدو سره، هغه لادیني او دیموکراتیک سیاست په خاورو ومنډل شو،‌ چې د عرب پسرلي له پاڅونونو راهیسې یې د زوال د پیلامې نښې ښکاره شوې''.

بیا وايي،‌ ''اسلامي دولت'' د عراق او سوریې په سُني مېشتو عربي سیمو کې خپلې لمنې پراخولو ته لومړیتوب ورکړ،‌ چې همدا ټکی په کتاب کې د نورو بحثونو د تمرکز یو ټکی شو.

د مور او مېرې چلند

د کتاب دویمه برخه د ''اسلامي دولت'' ډلې لویې انځورولو عواملو ته ځانګړې شوې، چې وايي په سوریه او عراق کې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د دغې ډلې پیدا کېدو ته تر ډېره لاره هواره کړه.‌

دلته لیکوال وايي، په ۲۰۱۱ کال په سوریه کې د 'سُني پاڅون' له پیلېدو سره هم مهاله‌ په عراق کې د ''اسلامي دولت'' ډله پیدا شوه،‌ چې په وینا یې په سوریه کې د اوږدمهال لپاره سُنیان له واکه لیرې پاتې شوي وو،‌ همدا شان په ۲۰۰۳ کال په عراق د امریکا له یرغل وروسته هم هلته له سُنیانو سره د مور مېرې چلند وشو، همدا وو چې د سُنیانو د صبر کاسه ډکه شوه.‌

دلته ځینې پر کوکبرن دا نیوکه لري، چې سوریه کې یې د توکمیزو توپیرونو له کبله راپورته شوې شخړه پر عراق له امریکايي ښکېلاک سره ورته بللی، حال دا چې د سوریې پاڅون د ولس پاڅون دی،‌ خو کوکبرن د هر بل لوېدیځوال په فکر دې مسالې ته له سرچپه خوا کتلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاټریک کوکبرن د (مقتدی الصدر او د عراق سقوط)‌ په نامه یو بل کتاب هم لیکلی

منتقدین وايي، د لیکوال دا طرفداري آن د کتاب په عنوان ټاکلو ''د جهادیانو راستنېدل.. داعش او نوی سُني پاڅون'' کې هم له ورایه ښکاري، خو کله چې دغه کتاب د 'دارالساقي' خپرندویې تولنې له خوا چاپېده،‌ سرلیک یې ''داعش..‌د جهادیانو راستنېدل'' ورته غوره کړ.

د کتاب درېیمه برخه د عربي پاڅونونو په درشل کې یوې مهمې موضوع ته ځانګړې شوې، چې ځینې یې د ''اسلامي دولت'' د پټې دفاع ملاتړ هم بولي، او آن د هغوی خونړیو کړنو ته هم د جواز جامه وراغوندي.

کوکبرن وايي، ''اسلامي دولت'' د معمر القذافي په څېر خپلو جنګیالیو ته په لوی لاس د ښځو د تښتولو او تېري اعمال ورښيي، او له هغو کمپونو ښځې تښتوي، چې بریدونه ورباندې کوي.‌

خو د کتاب په ډېرو برخو کې د ''اسلامي دولت''، القاعدې شبکې او نورو جهادي ډلو پروړاندې د لوېدیځ او امریکا د مبارزې ناکامۍ ته څرګندې اشارې شوې.

لیکوال په دې مبارزه کې شک ښيي او وايي ''د سیمې له ځینو دولتونو سره د لوېدیځ ایتلافونه، لکه څرنګه چې د دوی استخباراتي بنسټونه هم پکې ښکېل دي، ښکاري چې پر ډېرو حقیقتونو سترګې پټوي او یا هغه پېښې ناګاره ګڼي چې وروسته رامنځ ته کېږي''.

لیکوال خپل کتاب پر دې ټکو رانغاړي چې د ترهګرۍ پرضد نړیواله جګړه بشپړه ناکامه ده،‌ ځکه – چې د سوري نظام پرضد د دغه هېواد ''منځلارو'' وسله والو ته استول کېدونکې وسلې د ستنېدونکو جهادیانو لاسونو ته لوېږي.

ورته مطالب