د استرالیا لومړي وزیر د خپل ګوند باور رایه ترلاسه کړه

د انځور حقوق AFP

د استرالیا لومړي وزیر توني ابوت د خپل ګوند لخوا د باور رایې تر لاسه کړې او په دې ګوند کې د بې اتفاقۍ د ختمېدو غوښتونکی شو.

د استرالیا په پارلمان کې د لیبرال ګوند غړو د ۶۱ مثبتو او ۳۹ منفي رایو سره پریکړه وکړه چې د دې ګوند د مشرۍ څوکۍ چې د ښاغلي ابوت په واک کې ده سیالۍ ته وړاندې نه کړي.

دغه رايې ورکول وروسته له هغه تر سره شول چې د ښاغلي ابوت محبوبیت د هغه د مدیریت د څو پریکړو له کبله اغېزمن شوی وو. خو لومړي وزیر وویل، چې دغه مساله اوس حل شوې.

نوموړي وویل، اوس باید اصلي پام کار، کورنیو چارو او اقتصاد ته واړول شي.

که چېرې د ښاغلي ابوت څوکۍ سیالۍ ته وړاندې شوې وای نو د اړیکو وزیر ښاغلي مالکولم ترنبال به د دغه څوکۍ لپاره ورسره سیالۍ ته درېدلی وو.

د ابوت له هغه کړنو چې نیوکې پرې شوې وې یو هم د دویم الیزابیت ۹۳ کلنې مېرمنې پرنس فیلیپ ته د ''شوالیه استرالیا'' نښان ور کول وو، چې حتی وهم رټل شو.

د بریتانیا ملکه هم مهاله د استرالیا ملکه او د دغه هېواد رئیسه هم ده خو د ریاست چارې د استرالیا عمومي قوماندان یا مشر د ملکې په استازیتوب تر سره کوي.

پرنس فیلیپ د استرالیا خلکو ترمنځ محبوبیت نه لري او هغه څرګندونې چې د ۲۰۰۲ کال کې د دغه هېواد نه د لېدنې په مهال کړې وې استرالیا خلکو ته د توهین او یا د دغو خلکو د حساسیتونو پر وړاندې د بې خبرۍ په توګه د خلکو په یادونو کې پاتې دي.

سره له دې چې ابوت د باور رایې تر لاسه کړې خو کارپوهان وايي، چې د ۳۹ مخالف رایو سره به ښاغلی ابوت په ارامه وضعیت کې نه وي.

نوې نظرپوښتنې ښيي چې اوس د نوموړي له کړنو څخه د ټولیز افکارو ترمنځ یوازې ۲۴ سلنه رضایت موجود دی.

توني ابوت په ۲۰۰۹ کال کې د لیبرال ګوند مشرۍ ته ورسېد او د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند په ماتولو سره د لیبرال/ملي ګرا ائتلاف د مشر په توګه لومړی وزیر شو.