بغداد کې ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د شپې له ګرځبندیز لیرې کېدو یوه ورځ مخکې هم د بغداد په یوه ورته برید کې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي وو.

د عراق پلازمېنه بغداد کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

عراقي چارواکي وايي، برید په شمالي شیعه مېشتي کاظمیه ښار کې شوی دی.

برید په بغداد کې د شپې له ۱۲ کلن ګرځبندیز لیرې کېدو یوه ورځ وروسته شوی دی.

په برید کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي.‌

د شپې له ګرځبندیز لیرې کېدو یوه ورځ مخکې هم د بغداد په یوه ورته برید کې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي وو.

د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي، فکر نه کوي چې دغه برید دې د شپې له ګرځبندیز ختمولو سره څه تړاو ولري.

د بغداد د عملیاتو د قوماندې مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي‌ ''په الکراده کې د وسلو تر ختمېدو وروسته،‌ عبادي د یادې سیمې د پاکوالي اعلان وکړ.''

دی زیاتوي ''العبادي په بغداد کې د ځینو سیمو د لارو پرانیستلو امر هم کړی، چې ولسي وګړي پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي.''

حیدر العبادي په تېر سپتمبر کې واک ته ورسېد،‌ چې وړاندې یې هم بغداد کې د ځینو تړل شویو لارو د پرانیستلو امر کړی و.‌

په بغداد کې عامو خلکو د لومړي وزیر ددغه امر هرکلی کړی دی.

په سوېلي کربلا ښار کې هم د ګرځبندیز ختمولو خبر ورکړی شوی دی.

ورته مطالب