اوکراین کې له سرمشریزې مخکې جګړه لا سخته شوې

Image caption روسیه هغه تورونه ردوي، چې ګواکې د اوکراین ختیځ کې یاغیانو ته وسلې ورکوي.

اوکراین کې روسی پلوو یاغیانو ویلي دیبالتڅوا ښارګوتی یې کلابند کړی دی. بل لور ته اوکراین ویلي پوځ یې نوموړي ښارګوټي ته د غځېدلې لارې پر سر په جګړه بوخت دي.

له دې مخکې د امریکا متحدو ایااتونو ولسمشر بارک اوباما هغه احتمال نه دی رد کړی، چې که د اوکراین کړکېچ حل نه شي، دغه هېواد ته به وسلې ورکړلې شي.

واشنګټن کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا میرکل سره له خبرو وروسته نوموړي ویلي، روسیې پر ټولو مسوولیتونو سترګې پټې کړې دي.

امریکايي چارواکي له ولسمشر اوباما غواړي، چې باید اوکراین ته وسلې ورکړلې شي.

جرمن لومړۍ وزیرې له ولسمشر اوباما سره د اوکراین ختیځ کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولي نوي پلان په اړه خبرې کړې دي.

روسیه هغه تورونه ردوي، چې ګواکې د اوکراین ختیځ کې یاغیانو ته وسلې ورکوي.

د اوکراین یاغیانو د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې دونیڅک ته نژدې د دیبالتڅوا ښارګوټې یې محاصره کړی، خو د اوکراین پوځیانو بي بي سي ته ویلي، چې دوی دغې سیمې ته د غځیدلي اکمالاتي سړک اوږدو کې په جګړه بوخت دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اوکراین حکومت په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه سیمه کې د جګړې پایله کې نهه پوځیان او لږ تر لږه اووه ملکي کسان وژل شوي دي.

د اوکراین پوځ یوه ویاند بي بي سي ته ویلي چې دوی یبالتڅوا ته غځېدلي سړک اوږدو کې په جګړه بوخت دي.

ویل کېږي، چې د دیبالتڅوا ښارګوټي په شاوخوا کې د اوکراین زرګونه پوځیان موجود دي.

دغه سیمه کې له یوې اوونۍ راهیسې د حکومتي پوځ او یاغیانو تر منځ جګړه روانه ده.

د اوکراین حکومت په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه سیمه کې د جګړې پایله کې نهه پوځیان او لږ تر لږه اووه ملکي کسان وژل شوي دي.

د اوکراین کړکېچ له پیله راهیسې لږ تر لږه ۳۵۰۰ کسان وژل شوي دي او له ۱۵ لکه ډېر نور کسان اړ شوي، چې خپل کور کلی پرېږدي.

جرمن لومړۍ وزېرې مېرمن میرکل له ولسمشر اوباما سره خبرو کې هغه ته د فرانسې او جرمني د هغو ګډو هڅو په اړه معلومات ورکړل، چې د سولې پلان لړ کې یې کړې او هغه پلان د ژمنیو جګړو له کبله نابریالي و.

ورته مطالب