د اسلامي دولت ډله او اسلامي ارزښتونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اردن ملکې رانا بي بي سي سره مرکې کې وویل داسلامي دولت ډلې سره د اردن دپوځ مبارزه دجګړې یو اړخ دی.

آیا د اسلامي دولت ډلې د کارونو له امله باید اسلامي ارزښتونو باندې له سره فکر وشي؟

د اردن د هوايي ځواک د پیلوټ وحشیانه وژنې چې د اسلامي دولت ډلې له خوا ژوندی وسوځول شو، اسلامي نړۍ کې نوي اختلافونه رامنځته کړل.

په داسې حال کې چې ډېرو خلکو دا عمل په کلکه وغنده، ځینو وویل د بمباریو په بدل کې د دې ډلې دا عمل سم دی او د قرآني اصولو سره سمون لري.

په ورځپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو دا پوښتنه راپورته کړه چې آیا د اسلامي دولت ډلې د دغسې تاوتریخوالي نه ډکو کارونو له امله باید په دې هکله له سره فکر وشي چې په معاصره نړۍ کې د اسلام تعبیر او تفسیر په څه ډول کېږي؟

په انټرنټ کې د هغې ویډیو په خپرولو سره چې اردنی پیلوټ بریدمن معاذ الکساسبه یې په یوه فلزي قفس کې ژوندی د سوځېدو په حال کې ښوده د اسلامي دولت ډلې ظلم او وحشت بې سارې کچې ته ورساوه.

دغه کار نه یوازې په ټول منځني ختیځ کې د خلکو قهر او غصه راوپاروله بلکه دا پوښتنه یې هم را پیدا کړه چې د اسلامي دولت ډله د جګړې د پر مخ بیولو لپاره د اسلام د څه ډول تعبیر نه کار اخلي او آیا اوس هغه وخت را رسېدلی چې په دې هکله له سره فکر وشي چې په معاصرې نړۍ کې باید اسلام څنګه تعبیر شي.

په یوې الجزایرۍ ورځپاڼې، الفجر، کې یوې تبصره کونکې،هدایه نظام، په ډاګه وویل چې:

''داسې مه وایه چې اسلام به دداسې فکرونوڅخه خالي وي. له هغې راهیسې چې لېونیانو په خپل فکر په تعبیر او تفسیر پیل وکړ اسلام کې داسې فکرونه پیداشول.''

هغې وویل چې'' اسلام باید له لېونیو فکرونو څخه آزادشي''.

د مصر دولتي ورځپاڼې الاهرام ولیکل چې:'' د الکساسبه دوژنې ډول داسلام څخه ناسم پوهېدل ؤ.''

جنایت کاران اوقاتلان

الاهرام ورځپاڼې وویل هغه اسلامي ادبیات،فتواګانې اوقضاوتونه چې څو پېړۍ پخوا لیکل شوي:

''باید له هغو نظریاتو څخه پاک شي چې ښايي په پخوا وختونو کې دمنلو وړ وو،خو داسلام د روحیې سره تضاد لري''.

د الاهرام دا تبصرې پدغې سیمې کې د وروستیو سیاسي ناکراریو او د جمهور رییس عبدالفتاح سیسي له خوا د اخوان المسلمین له ځپلوسره بې تړاوه ندي.

دا تبصرې داسلام په اړه زیاتېدونکي بحث سره هم تړاولري.

جنورۍ کې په نړیوالې اقتصادي غونډې کې جمهوررییس سیسي پر ټولو مسلمانانو غږ وکړچې دخپل دین په هکله بیا له سره فکروکړي.

السیسي وویل:'' اسلام داسې یو دین دی چې د زغم ارزښتونه لري او له یوه ملیاردو نه ډېر پیروان لري، باید د جنایتکارانو او قاتلانو د اعمالوله مخې ونه ارزول شي''.

هغه وویل:'' مونږمسلمانان،باید داصلاح په لټه کې واوسو او خپل نظریات له سره وارزوو، یواقلیت ته اجازه ورنکړوچې زمونږتاریخ تحریف کړي''.

د اردن ملکې رانا وویل داسلامي دولت ډلې سره مبارزه ایډیالوژیکي هم ده

د اردن ملکې رانا بي بي سي سره مرکې کې وویل داسلامي دولت ډلې سره د اردن دپوځ مبارزه دجګړې یو اړخ دی.

هغې وویل:'' دایوه اوږده پروسه ده، مونږباید په بېلابېلو سطحو کې وجنګېږو،یوه یې امنیتي-پوځي سطحه ده اوبله یې ایډیالوژیکي مبارزه ده چې مونږ ورته ډېر ژمن یو''.

'' موږ به په پرلپسې ټوګه په ټینکارسره وایو چې دا اسلام ندی، مونږباید ددې خلکوڅخه خپل دین بېرته واخلو''.

''په وحشتناکه توګه لفظي معنا کول''

واضح ده چې اسلامي دولت ډله به د ملکې رانا خبرې نه مني.

د انځور حقوق EPA
Image caption د اسلامي دولت ډلې له خوا د بریدمن الکساسبه د وژنې له امله د سُني اسلامي زده کړو معتبره مرکز، الازهر، یوه شدیده اعلامیه خپره کړه.

برتانوی تاریخ پوه ټام هالند وايي اسلامپالي ځانونه د ريښتینو دیني اصلاح غوښتونکو په توګه ویني، د دوی په فکر د پیړیو پیړیو غیرضروري دودونه لېرې کوي،چې داسلام ریښتینی پیغام او عادتونه راڅرګندکړي.

ښاغلی هالند وايي: '' فکرکوم هغه څه چې اسلامي دولت ډله یې کوي کېدای شي داسلام بنسټ ویجاړکړي.''

دی وايی: '' هغوی په وحشتناکه کچه قرآن اوسنت په لفظي توګه معنا کوي''.

تاریخ پوه ټام هالند وايی: '' اسلام یوپېچلی کلتوردی. په هغې کې ډېرتحلیل،فلسفه او پوهنه شته ده. خو بنیادګر،هغه څه ته سپکاوی کوي چې د ډیرو په نظر اسلامي تمدن بلل کېږي.''

'' هغه سرچینې چې هغوی ورڅخه کاراخلي داسلام دپیغمبر محمد(ص) څخه نه دي راغلي.''

د ډاوس په نړیوالې اقتصادي غونډې کې د جنرال سیسي د وینا سره سره، هغه څه چې د مصر د اکثریتو مسلمانانو لپاره د منلو وړ دي،واضح دي.

د مثال په توګه، په دې وروستیو کې لیکواله فاطمه ناعوت اسلام ته دسپکاوي په تورمحاکمه شوه، ځکه چې دلوی اختر په مراسمو کې یې د حیواناتو د قرباني کولوپه اړه اعتراض کړی ؤ.

نو داسې ښکاري چې داسلامي دولت ډلې د دښمنانو سخت ګیري هم کېدای شي د قرآني سرچینو د تعبیر په اړه دهغوې نه کمه نه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الازهر وايي چې د اسلامي دولت ډلې د اورپکو دبدن غړي باید پرې شي.

داسلامي دولت ډلې له خوا د بریدمن الکساسبه د وژنې له امله د سُني اسلامي زده کړو د معتبره مرکز، الازهر، مشر یوه شدیده اعلامیه خپره کړه.

ستر امام احمد الطیب وویل داسلامي دولت ډلې کسان دهغې سزا وړدي چې قران توصیه کړیده ، یعنې داچې هغوې باید پداسې ډول ووژل شي چې دبدن دیوه اړخ پښه او د بل اړخ لاس یې پرې شي.

په اسلامي نړۍ کې ځینو کسانو د امام احمد پر دې وینا نیوکه وکړه او وې ویل چې دا ډول سزا چه هغه یې یادونه کوي وحشیانه ګنل کېږي. خو دالازهر یوعالم سلیم عبدالجلیل د امام د وینا په دفاع کې بي بي سي ته وویل چې دا ډول سزا مناسبه ده.

الازهر وايي چې د اسلامي دولت ډلې د اورپکو دبدن غړي باید پرې شي

هغه وویل : '' د بد عمل سزا باید هماغسې بده وي. الله ویلي که یو څوک یو جنایت وکړي، باید هماغسې سزا ورکړل شي، که یوڅوک دبشریت پرضد جنایت وکړي، باید په هماغه ډول سزا ورکړل شي''.

نو آیا داسې شواهد شته چې عادي مسلمانان به پدې هکله اندیښمن وي چې په معاصرې ټولنې کې د دوې دین څنګه دی؟

تېره اونۍ د بي بي سي عربي خپرونې ستاسو غږ پروګرام کې له اوریدونکو وپوښتل چې آیا دیني عالمانو داسلامي دولت ډلې د نظریاتو د ننګولو لپاره کافي کار کړی که نه؟.

ځینو اوریدونکو په خپلو ځوابونو کې روښانه کړه چې دیني عالمانو دا کار ندی کړی- اوحتی ښايي په خپله یې د اوسني حالت په رامنځته کولو کې رول درلودلی وي.

انحصارګرغورځنګ

یو اوریدونکي، سوزان عزت وویل: '' روحانیون د دیني مفاهیمو عصري کولو سره دلچسپي نلري او دهغو تنګو او سختو تعبیرونو په لمن کې پاتې دي چې ډیرو پخوانیو تیرو وختونوکې ټاکل شویدي''.

هغې وویل: ''کله چې پدې تعبیرونو کې ساختګي خبرې هم ورګډې شوې زموږ د دین د بخښنې ریښتینی خصلت یې خړپړکړ.''

یوه بل اورېدونکي، اشرف هندي وویل: ''دولتونو مذهبي موسسات ترخپل کنترول لاندې راوستي او د دوی یوازینی کار دا دی چې د رژیمونو ملاتړ وکړي او هغوې ته دصلاحیت او مشروعیت لباس ورپه غاړه کړي چې په مذهبي ټولنوکې ورته ګټور وي''.

د انځور حقوق Getty
Image caption د اسلامي دولت کړنې، د اسلامي هېوادونو له کلک غبرګون سره مخ شوي.

نو آیا دا ډول نارضایتۍ به په کوم ډول اصلاح غوښتونکي غورځنګ بدلې شي؟

په ابوظبي کې د دلما انسټیټیوټ یو تحلیلګر،حسن حسن وايی، هو.

هغه وايي ځینې خلک بدلون غواړي،خومهمه داده چې اسلامپالو اجنډا غصب کړې او پر نورو لارو یې بیولې ده.

هغه وايی: '' کله چې خلک د امت (اسلامي ټولنې) په اړه غږېږي- دا بحث چې مسلمانان ځان یوه ډله ګڼي، اوس له منځه تللی دی. اسلامپالي اوس ځانونه د اخوان القاعده دنظریاتي ورورولۍ مخکښان بولي''.

دا پخوانۍ فرضیه چې هرڅوک، چې هره رویه یې درلوده، مسلمان ګڼل کېده، اوس د دې ایډیالوژۍ له خوا ننګول کېږي.

'' دامشخصات (چې څوک مسلمان دی اوڅوک ندی) چې ورڅخه کار اخیستل کېږي، په پېړیو پېړیو زاړه شوي دي،او له دې امله یوسیاسي انحصارګر غورځنګ رامنځته شوی دی.''

ښاغلی حسن وايی چې له دې امله اعتدال خوښونکی اسلام کمزوری اوپه دفاعي حالت کې دی.

او په داسې حال کې چې په سوریې، لیبیا، عراق او یمن کې نښتې روانې دي، داسې ښکاري چې هیڅوک دا وخت او انرژي نلري چې دا انحصارګر نظریات پرشا وتمبوي.

ورته مطالب