بلجیم د اسلامپالې ډلې "بلجیم لپاره شریعت" غړي بندیان کړي

د انځور حقوق afp
Image caption څارنوالانو وویل فواد بلقاسم د لسګونه ځوانانو مغزونه مینځلي چې سوریې کې د اورپکو ډلو تر څنګ جګړه وکړي.

د بلجیم یوې محکمې د دغه هېواد د خپل ډول تر اوسه تر ټولو سترې محاکمې په ترڅ کې د هغې ډلې مشر په بند محکوم کړی چې توندلاري یې د جګړې لپاره سوریې ته یې لېږل.

د انټورپ په ښار کې دغې محکمې د "بلجیم لپاره شریعت" ډلې ۴۵ غړي د ترهګرۍ په تړاو جرمونو کې ښکېل وبلل.

قاضي دغه ډله "یو ترهګر سازمان" وباله او د دغې ډلې مشر فواد بلقاسم یې په ۱۲ کلونو بند محکوم کړ.

د ډلې نورو ۴۴ غړو ته هم له دریو نه تر ۱۵ کلونو د بند سزاګانې واورل شوې.

څارنوالانو وویل دغې ډلې د اسلامي دولت په څېر اورپکو ډلو ته سخت دريځي ګومارل او لېږل.

د محکمې د پرېکړې پر مهال د تورونو کسانو یوازې اووه په محکمه کې حاضر وو. باور دی چې ډېری نور یې اوس هم په سوریه کې دي او ځینې یې ښايي لا له وړاندې مړه شوي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ډلې یو لوړپوی غړی جیجون بونټیک د ۴۰ میاشو په ځنډول شوي بند محکوم شو.

د ډلې یو لوړپوی غړی جیجون بونټیک د ۴۰ میاشو په ځنډول شوي بند محکوم شو. د نوموړي نوم هغه مهال خبرونو کې ښکاره شو چې پلار یې د ده بېرته راوستلو لپاره سوریې ته سفر وکړ او وروسته بیا د څارنوالۍ د شاهد په توګه محکمه کې ښکاره شو.

څارنوالانو وویل فواد بلقاسم د لسګونه ځوانانو مغزونه مینځلي چې سوریې کې د اورپکو ډلو تر څنګ جګړه وکړي. په محکمه کې داسې شواهد وړاندې شول چې نوموړي د لیکچرونو او ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو پام ځان ته را اړوو او دوی یې توندلارۍ ته هڅول.

ځینو شاهدانو پر ده تور پورې کړ چې ځوانان یې بې لارې کړي. څارنوالانو محکمه کې د شواهدو په توګه ویډیوګانې هم وړاندې کړې او استدلال یې کاوه چې دغه شواهد ښيي چې (د بلجیم لپاره شریعت) ډلې غړي د ترهګرۍ په کړنو کې ښکېل دي. ښاغلي قاسم پر ځان پورې تړلي تورونه رد کړل.

هغه رسنیو ته په یوه پرانیستي لیک کې وویل چې ده "سوریې ته هېڅکله جنګیالي ګومارلي، بې لارې کړي یا لېږلي نه دي". د نوموړي وکیلانو ویل چې ده هېچا ته د سوریې د سفر لګښت نه دی ورکړی او نه یې هم خپل پلویان اورپکو سره معرفي کړي دي.

چارواکي وايي د بلجیم شاوخوا ۳۵۰ وګړي جګړې لپاره عراق او سوریې ته تللي، چې دا د اروپا په کچه تر ټولو لوړه شمېره ده.

ورته مطالب