بریتانوي ولیعهد له پاچا سلمان سره د رائف بدوي قضیه وشاربله

بریتانوي ولیعهد له پاچا سلمان سره د رائف بدوي قضیه وشاربله د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بریتانوي ولیعهد چارلز ته د سعودي واکمنه شاهي کورنۍ ډېر درناوی لري.

د بریتانیا ولیعهد چارلز سعودي عربستان ته ددغه هېواد له نوي پاچا سلمان سره اسلام ته په سپکاوي د تورن سعودي رائف بدوي د موضوع په اړه خبرې کوي.

د بشري حقونو فعالانو چارلز هڅوی چې د بدوي موضوع ارومرو له سعودي چارواکو سره وڅېړي.

رائف بدوي اسلام ته د سپکاوي په تور په لسو کلونو او زرو دُرو وهلو محکوم شوی.‌

که څه هم چارلز او پاچا عبدالله په یوه ځانګړې ناسته کې دا موضوع څېړلې، خو ډېر جزییات یې رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.

په سعودي کې د بریتانیا مخکیني سفیر ویلیم پټي مخکې بي بي سي ته ویلي و، چارلز له سعودي چارواکو سره د بشري حقونو د حساسو موضوعاتو په اړه ډاګیزه خبرې کولی شي.

چارلز ریاض کې له ولیعهد مقرن او نورو جګپوړو چارواکو سره هم وکتل.

منځني ختيځ ته د بریتانوي ولیعهد په دې شپږ ورځني سفر کې نوموړی اردن او کویت ته هم سفر کوي. ټاکل شوې چې قطر او اماراتو ته هم ولاړ شي.

د بښنې نړیوال سازمان شهزاده چارلز هڅولی و چې له پاچا سلمان سره د بدوي د موضوع په اړه ارومرو خبرې وکړي.

بدوي ته وړاندې له زرو دُرو هره اونۍ د ۵۰ دُرو وهلو سزا ورکول کېده، خو دا چې روغتیايي وضعیت یې مخ پر ځوړ شو،‌ د اونیزو درو لړۍ یې وځنډوله شوه.

که چېرې هغه روغ وای،‌ ټیک ۲۰ اونۍ باید ۵۰ درې وهل شوی وای.‌

په لومړي ځل هغه د تېرې جنورۍ پر نهمه په دُرو ووهل شو،‌ خو بیا وروسته یې ددغې سزا عملي کول تر نامالوم وخت پورې وځنډول شول.

ورته مطالب