د سولې له خبرو مخکې پوتین ته د اوباما خبرداری

د انځور حقوق Getty

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی، که په اوکراین کې له ''تاوتریخوالي ډکو اقداماتو'' ته دوام ورکړي نو بیا به یې لوړه بیه پرې کوي.

د امریکا ولسمشر خپل روسیي سیال باندې فشار راوړی، چې د اوکراین د شخړې په تړاو سوله ییز حل لپاره د نو خبرو له موقع دې ګټه پورته کړي.

پوتین د بیلاروس چارشنبې په ناسته کې د جرمني، فرانسې او اوکراین له مشرانو سره ګوري.

د دغې د امن غونډې نه مخکې د اوکراین له ختیځ نه د سختې جګړې رپوټونه خپاره شوي.

سه شنبې د کراماتورڅک په ښاري سیمه او یوه مهمه اډه باندې د راکټونو د توغولو له کبله څلور پوځیان او اته ولسي وګړي ووژل شول.

چارواکو ویلي وو، چې دغه توغندي له هغې سیمې توغول شوي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې ده خو بیلتون غوښتونکو دا رد کړې.

په اوکرایین کې له تېر اپریل میاشتې راهیسې جګړه روانه ده او څه کم ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او په دا اوس ورځو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې.

وکرایین او لویدیځ پر روسیې باندې د پوځ د استولو او یاغیانو ته د وسلې ورکولو تور لګوي خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.

د بیلاروس په پلازمېنه مینسک کې د غونډې په ترڅ کې به د اوربند او د درنو وسلو په تړاو به معاهدې لاسلیک شي خو پر هغو غیر نظامي سیمو چې پاڅون یې کړی هم غور وشي.

روسيي چارواکي وايي، د دغو څلورو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو له غونډې مخکې د اوربند شرایطو ته یې سر خوځولی.

اوباما له مذاکراتو مخکې پوتین ته تلیفون کړی او له اوکرایین نه یې د ملاتړ ادعا کړې.

روسیې لویدیځ ته خبرداری ورکړی چې اوکرایین ته د وسلو ورکول په ترڅ کې به شخړې لا پراخې شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لوېدیځ او اوکراین پر روسیې تور پرې کوي چې ګني د روسي پلوو یاغیانو ته وسلې او پوځیان استوي، خو مسکو دا تورونه نه مني

د کراماتورسک سر بیره د ختیځ اوکرایین په بله برخه کې هم جګړه روانه ده.

یاغیانو ویلي، چې دیبالتسیوی کې د پوځ د تګ راتګ لاره بنده کړې او هغوی هالته ایسار پاتې دي.

بل خوا کییف ته وفادارې ډلې قومندان ویلي، چې د سویل ساحلي ښار نه بهر روس پلوه یاغیانو ځای ځایکی په لور پر مخ روان دي.

ورته مطالب