'سوریې ته د بهرنیو جنګیالیو د ورماتېدو بې ساری ډول'

Image caption راسموسن وايي، لږترلږه ۳۴۰۰ بهرني جنګیالي په سوریه کې له جهادي ډلو سره همدا وخت یوځای شوي، چې په دوی کې د بېلابېلو لوېدیځو هېوادونو وګړي دي، تر ۱۵۰ ډېر یې امریکایان دي.

د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې امریکايی کارپوه وايي، په سوریه کې له ''اسلامي دولت'' او نورو جهادي ډلو سره د بهرنیو جنګیالیو یوځای کېدل هماغسې په لوړه کچه دوام لري،‌ چې تر اوسه له ۹۰ هېوادونو نه تر ۲۰ زرو ډېر جنګیالي ورسره یوځای شوي.‌

د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې یوه امریکايي کارپوه د کانګرس غونډې ته ویلي، په سوریه کې له (اسلامي دولت) او نورو سخت دریځو ډلو سره د بهرنیو جنګیالیو یوځای کېدل همداسې په لوړه کچه دوام لري.

'اسلامي دولت ډله د القاعدې په سیمو کې'

نیکولاس راسموسن چې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې د امریکا د ملي مرکز مشر دی، وايي، امریکا او ملاتړي یې باوار کوي چې له ۹۰ هېوادونو نه له( اسلامي دولت) سره تر ۲۰ زرو ډېر بهرني جنګیالي یوځای شوي دي.

راسموسن به د چارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د ملي امنیت غونډې ته هم ورته څرګندونې وکړي.

راسموسن وايي، لږترلږه ۳۴۰۰ بهرني جنګیالي په سوریه کې له جهادي ډلو سره همدا وخت یوځای شوي، چې په دوی کې د بېلابېلو لوېدیځو هېوادونو وګړي دي، تر ۱۵۰ ډېر یې امریکایان دي.

دغه کارپوه دا هم وايي، چې همدا مهال ګڼ جنګیالي په سوریه او عراق کې د (اسلامي دولت) له لیکو سره یوځای شوي.‌

نوموړي دا ټولې څرګندونې د مشرانو جرګې د ملي امنیت غونډې ته تر وینا مخکې کړې دي.‌

دا وايي، منځني ختيځ ته د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ څپه افغانستان، عراق،‌ یمن او سومالیا ته په تېرو ۲۰ کلونو کې د جنګیالیو د ورتګ له څپې ډېره زیاته ده.‌

دی وايي، رضاکار جنګیالي د بېلابېلو انګیزو له کبله له جهادي ډلو سره یوځای کېږي، چې په ښکاره یې سړی دقیقه انګیزه نه شي اټکل کولی.

دی وايي:‌ ((په عراق او سوریه کې د جګړې ډګر ته هغه بهرني جنګیالي ورځي، چې په چاودېدونکو توکو او وسلو کې تجربې لري، او غواړي چې پر لوېدیځ د بریدونو لپاره پلانونه جوړ کړي)).

امریکايي چارواکي وايي،‌ د سوریې شمال کې د عین العرب (کوباني) ښار د جګړې پرمهال ګڼ بهرني جنګیالي له (اسلامي دولت) ډلې سره یوځای شول.‌

Image caption اسلامي دولت د ماشومانو د پوځي روزنې لپاره هم مرکزونه جوړ کړي

راسموسن وايي، -(اسلامي دولت)‌‌ ډله اوس په هره ژبه رسنیز پیغامونه خپروي، خو ددې سربېره چې پر ټولنیزو رسنیو د اعدامېدونکو بندیانو انځورونه او وېډیوګانې خپروي، په لوېدیځ د هغو ځوانانو او زلمیانو د جذبولو لپاره داسې پیغامونه هم خپروي، چې ګني د (اسلامي دولت) په قلمرو کې ژوند د اروپا تر ژوند غوره او آرام دی)).

دی وايي، د (اسلامي دولت) جنګیالي د هغو لوېدیځو سوداګریزو نښو او د وېډیويي لوبو د کارولو له لارې د ځوانانو عقلونو ته لاره کوي چې د ځوانانو مینه ورسره وي.

بل خوا، د امریکا د ملي امنیت وزارت د استخباراتي څانګې مشر فرانسیس ټایلر ویلي، امریکايي چارواکو ته د ملي امنیت د کوم مشخص ګواښ په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته مطالب