روسیه او اوکرایین په اوربند سلا شول

د انځور حقوق AFP
Image caption پوروشینکو‌ (ښۍ خوا ته) وړاندې د بېلتونپالو د پوځي عملیاتو درولو لپاره د پوتین وړاندیز د نه منلو بللی و

د اوکرایین او روسیې ولسمشرانو د اوکرایین په ختیځ کې د فبرورۍ له ۱۵ د اوربند په عملي کېدو سره سلا شول.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراییني ولسمشر پیټرو پوروشینکو او د فرانسې او جرمني له مشرانو سره تر اوږدو خبرو وروسته وویل:‌ ''پر مهمو موضوعاتو سره سلا شوو''.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم وویل،‌ که څه هم ډېر نور کار ته اړتیا ده،‌ خو دا هوکړه جدي ده.‌

په بیلاروس کې دغه ۱۷ ساعته غونډه تر ډېره پر اوربند ورټوله وه، خو د درنو وسلو ایستل او د اوکرایین په ختیځ‌ کې له وسلې د پاکې سیمې رامنځ ته کول هم د خبرو اصلي ټکي وو.‌

پوتین وویل، په دې هوکړه کې وروسته د درنو وسلو د ایستلو پلان هم مشخص شوی.‌ د مشرانو په خبره،‌ په اوکرایین کې روسي پلوو یاغیانو هم دا پرېکړه منلې ده.

ولسمشر اولاند او د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي، په اروپايي ټولنه کې به له خپلو شریکو ملګرو وغواړي چې د پنجشنبې په ورځ ددغې پرېکړې ملاتړ وکړي.

د اوکرایین کړکېچ د ۲۰۱۳ له نومبر میاشتې راهیسې وروسته تر هغه پیل شو،‌ چې پخواني ولسمشر وکیتور یانو کوویچ،‌ چې روسي پلوه ولسمشر و،‌ اعلان وکړ د اروپايي اتحادیې نژدې سیاست به څنګ ته کړي او پرځای به یې له روسیې سره لا ډېر سوداګریز او سیاسي اړیکي وپالي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اوکرایین د کړکېچ هواري پر سر خبرو ۱۷ساعته دوام وکړ

د هغه دا پرېکړه په هېواد کې د پراخو مظاهرو پیلېدو لامل شوه.‌ د ۲۰۱۴ په فبرورۍ کې د دولت ضد مظاهرو په لړ کې لسګونه کسان ووژل شول او د ښاغلي یانوکوویچ مخالفانو د هېواد امنیتي ځواکونه او پولیس د خلکو په وژلو تورن کړل.‌

په دې لړ کې د اوکرایین پارلمان ولسمشر لیرې کړ او تر ټاکنو پورې یې د لنډمهالي حکومت جوړېدو اعلان وکړ.‌

ویکتور یانو کوویچ په مالي فساد هم تورن شو او روسیې ته یې پښې سپکې کړې.‌

د روسیې دولت د هغه لیرې کېدل وغندل او د اوکرایین نوی حکومت یې ناقانونه وباله،‌ خو وویل چې د روسي توکمه اوکراییني اوسېدونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.

څو اونۍ وروسته د کریمیا ټاپو سیمه ییز پارلمان چې اکثریت یې روسي توکمه وو، جوړ شو،‌ له اوکرایین یې د کریمیا د جلا کېدو او له روسیې سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.‌ همدا وو چې په مارچ میاشت کې د روسیې دولت د اوکرایین دغه برخه له خپلې خاورې سره په رسمي توګه ونښلوله.

د انځور حقوق Getty

د اوکرایین په ختیځ‌ کې هم روسي توکمو له روسیې سره د یوځای کېدو په پلوۍ خپل غږ پورته کړ،‌ خو هلته د دوی او د دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه اوږده شوه.‌

د اوکرایین دولت او لوېدیځ هېوادونه روسیه د یاغیانو په مستقیم ملاتړ تورنوي او وايي چې هغوی ته وسلې او پوځيان استوي، خو مسکو دا تورونه نه مني.

د انځور حقوق Reuters

روسیې ویل چې د اوکرایین د کړکېچ هواري لپاره دې د اوکرایین اساسي قانون بدل شي، ‌او په ختیځو سیمو کې دې یو فدرالي نظام رامنځ ته شي.‌

ورته مطالب