اوکراین: د سولې له غونډې وروسته د توپخانې ډزې شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د سولې هوکړې له رپوټونو سره هممهاله دونیڅک کې د توپخانې بریدونو رپوټونه خپاره شوي

په مینسک کې د سولې هوکړې له رامنځته کېدو یوه ورځ وروسته د اوکراین ختیځ دونیڅک او لوهانسک ښارونو نه د توپخانې تازه ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

دغو بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه کره رپوټونه نه دي ورکړل شوي. دواړه ښارونه د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې دي، چې حکومتي ځواکونه او روسیې پلوي یاغیان یوه بل سره په جګړه بوخت دي.

هغه اوربند چې د بېلاروس پلازمېنې کې پرې هوکړه شوې باید د شنبې نیمه شپه مهال پلي شي.

بل لور ته د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل خبرداری ورکړی، که د اوکراین بحران د حل لپاره رامنځته شوې هوکړه په بشپړه توګه عملي نه شي، اروپايي اتحادیه به د روسیې خلاف نور بندیزونه ولګوي.

نوموړې وايي اروپايي مشرانو چارواکو ته ویلي ، چې د روسیې خلاف د نورو بندیزونو لپاره مسوده چمتو کړي، چې که اوربند نه رامنځته کېږي، دغه بندیزونه به پلي شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption . د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي شپه ورته ډېره ښه نه وه، خو وايي ګهیځ یې ښه دی

د پنجشنبې په ورځ اوکراین، روسیې، جرمني او د فرانسې مشرانو هوکړه کړې، چې له مخې به یې د ۱۴ او ۱۵ فبرورې تر منځ نیمه شپه د اوکراین ختیځ کې اوربند رامنځته شي.

له اوږدو خبرو وروسته د بېلاروس په پلازمېنه مینڅک کې د شوې هوکړې هدف په اوکراین کې روانه جګړه پای ته رسول دي.

د اوکراین ختیځ کې په جګړه بوختو روسیې پلوه یاغیانو پر هوکړه لاسلیک کړی. په هوکړه کې بې وسلې کېدل او د زندانیانو تبادله هم شامل دي.

خو بنسټیزو ستونزو ته لا هم د حل موندل پاتې دي. په دغه سیمه کې له یوه کاله راهیسې روانې جګړې کې زرهاوو کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د پنجشنبې په ورځ نړیوال بانک ویلي، چې دوی د نړیوالو مرستو لړ کې چمتو دي، اوکراین ته دوه میلیارده ډالر ورکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption مینڅک کې د بي بي سي خبریال ریچارډ ګالپین وايي دغه هوکړه هغې یوې ته ډېره ورته ده، چې پروسږ کال ژر له منځه لاړه

د هوکړې مهم ټکي

  • له ځايي مهال سره سم به د یکشنبې له ورځې اوربند پلي شي.
  • د فبروري له ۱۷ مې به له سیمې نه د درنو وسلو لېږد پیل شي، چې وايي دوو اونیو کې به دغه بهیر بشپړ شي.
  • ټول زندانیان به خوشي کېږي او په جګړې کې بوختو کسانو لپاره به بښنه اعلان شي.
  • ټول بهرني تجهیزات، وسلې او عسکر به د اوکراین له خاورې ووځي او ټول غیر قانوني وسله وال کسان به خلع سلا شياوکراین به ټول بندیزونه لرې کړي او یاغیانو ته په عادي توګه د ژوند چارو پر مخ بیولو اجازه ورکړي.
  • له مرکز سره د یاغیانو سیمو تړون لپاره به د ۲۰۱۵ تر پایه په اساسي قانون کې بدلونونه راوستل شي.
  • که د ۲۰۱۵ تر پایه ټول شرطونه بشپړ شي اوکراین به له روسیې سره خپله پوله کنترول کړي.

مینڅک کې د بي بي سي خبریال ریچارډ ګالپین وايي دغه هوکړه هغې یوې ته ډېره ورته ده، چې پروسږ کال ژر له منځه لاړه.

د اوکراین ولسمشر پېټرو پوروشینکو هم وايي د دغې هوکړې عملي کېدل به ډېر ګران وي.

د د بالتسیو نومي سیمه هم د ناندریو یو محور دی، چې یاغیانو حکومتي پوځیان پکې محاصره کړي دي او جګړه پکې روانه ده.

پر دې سربېره د لوهانسک او دونیڅک سیمو کې د خپلواکو حکومتونو پر سر هم باید نورې خبرې وشي. د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د هوکړې په اړه ویلي، د هیلې یو څرک دی، خو لا هم لوی خنډونه شته، خو د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند بیا وايي راتلونکي ساعتونه خورا مهم دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي شپه ورته ډېره ښه نه وه، خو وايي ګهیځ یې ښه دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپرې شوې اعلامیې کې دغه هوکړه یو مهم ګام بلل شوی، خو د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې له کبله اندېښنه ښودله شوې ده.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپرې شوې اعلامیې کې دغه هوکړه یو مهم ګام بلل شوی، خو د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې له کبله اندېښنه ښودله شوې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، باید ټول لوري د یکشنبې ورځې مخکې، چې هوکړه پلي کېږي، له بشپړه زغمه کار واخلي او پر دبلتسیو او نورو اوکرایني سیمو کې د روسیې پلوه او بېلتون پالو یاغیانو بریدونه سملاسي ودرول شي.

جان کېري او انګلا مېرکل دواړو ویلي، که هوکړې ته درناوی وشي، پر روسیې د لګېدلو بندیزونو لرې کېدو احتمال موجود دی.

خو د جرمني لومړۍ وزیره وايي: موږ البته دغه لار لرو، چې که نوې هوکړه نه عملي کېږي، نور ګامونه پورته کولای شو.

۔