اروپا ولې د تکنالوژۍ د سترو امریکايي شرکتونو پر وړاندې له ځانه دفاع کوي؟

د انځور حقوق BBC World Service

د تکنالوژ‎ۍ سترامریکايي شرکتونه هڅه کوي د سوداګرۍ هغو برخو ته ننوځي چې په دودیزه توګه پکې اروپايي سوداګرو ډېر ښه فعالیت کوه، لکه د موټرو تولید او روغتیا پالنه. ډېر اروپایان هڅه کوي چې دهغوی مخه ونیسي.

یوه جګړه را روانه ده. د هغې لومړنۍ نښې لیدل شوي، پوځونه راټول شوي او یو څو ډزې هم شوې دي. خو غټه جګړه لا تر اوسه نه ده شوې.

د جګړې میدان اروپا دی، او پوځ یې هغسې چې ډېر اروپایان یې ویني، د کلیفورنیا د سلیکان د درې د تکنالوژۍ مشهوره مرکز دی.

امریکايي ژورنالیست او تبصره کونکی جیف جارویس وايي دا ټول یو خطرناکه څیز دی. هغه ورته یو نوم هم ایښی دی: ’’یوروتکنوپانیک’’ یا د تکنالوژ‎ۍ په هکله د اروپا وارخطایي.

هغه وايي: ’’ فکر کوم د ګوګل او د تکنالوژ‎ۍ نورو امریکايي شرکتونو پر ضد ډېرې جګړې روانې دي، ناشران او خپرونکي هڅه کوي د خپل انګړ یا د فعالیت د سیمې نه دفاع وکړي.’’

ځینې خلک ځکه د خطر احساس کوي چې د تکنالوژ‎ۍ په ډګر کې سیالي او رقابتونه اوس د نړۍ هغو سیمو ته رسېدلي چې پخوا ورته د لرې والي، ژبې او مقرراتو له امله نشواې رسېدلای.

د مثال په توګه اوس د کلیفورنیا یو شرکت کولای شي اروپايي شرکتونو ته ماتې ورکړي او هغو لېرې سیمو ته ورشي چې په تېرو لسګونو کلونو کې یوازې اروپايي شرکتونو په کې برتري درلوده.

اوس په دیجیتالي عصر کې شرکتونه کولای شي په لږ لګښت خپل تولیدات د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ملیونونو او حتی میلیاردونو کسانو ته ورسوي. په هر مارکیټ کې بریالی شرکت په یو انحصار باندې بدلېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نورو شرکتونو تر څنګ ګوګل، مایکروسافټ، اپل او فیسبوک د سلیکان په درې کې مېشت دي

اوس یو شرکت د نورو ټولو په پرتله تر ډېرو انتقادونولاندې دی. په تېرو پنځو کلونو کې ګوګل د اروپايي کمیسیون له خوا تر پلټنولاندې و.

پر ګوګل تور لګیدلی چې د سوداګرۍ په بازارکې د پیاوړي دریځ له امله او د خپلو تولیداتو په هکله ډېرو تیلیغاتو سره د رقیبانو تولیدات بې ارزښته کوي.

په تېر دسمبر کې اروپايي پارلمان فیصله وکړه چې که ګوګل ځان سم نه کړي باید په څو برخو باندې وویشل شي. روښانه نه ده چې اروپايي پارلمان به وکولای شي ګوګل دغه کار ته واداره کړي که نه؟

خو اروپايي پارلمان په دې فیصلې سره پر اروپايي کمیسیون فشار اچولی چې د ګوګل په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.

د اروپايي پارلمان د دې فیصلې تر شا د جرمني استازي آندریاس شواب مهم رول درلود. هغه هڅه کوي چې د کلیفورنیايي شرکت واکونه یو څه کم کړي، دده په خبره ’’د لوبې میدان هواره کړي’’ چې شرکتونه وکولای شي منصفانه رقابت وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption آندریاس شواب په دیجیتالي عصر کې د امریکايی او اروپايي سوداګرو تر منځ منصفانه رقابت غواړي

په اروپايي پارلمان کې د جرمني استازی آندریاس شواب وايي: ’’ موږ کولای شو ډاډمن شو چې اروپايي شرکتونه، که د بریتانیا، جرمني یا فرانسې وي، د تکنالوژۍ په بازارکې یو رول ولري’’.

هغه وايی:’’ مونږ ځینې ‌ډیر نوښتګر سوداګریز شرکتونه لرو خوتراوسه پورې دمقرراتوله مخې دخپلو امریکايی سیالانوسره په یوه کچه کې نه راځي’’. ’’ نوځکه زه فکرکوم چې دلوبې میدان باید هواره شي’’.

’دمشتریانو غولول’

د ګوګل د ’’عمودي لټون’’ له امله پر هغه باندې انتقادونه شوي دي.

د مثال په توګه که تاسو د ګوګل پر ویبپاڼه غواړئ چې د مانچسټر او بارسلونا تر منځ د سفر لپاره یوه الوتنه ولټوئ، وبه وینئ چې هغه اعلانونه چې ګوګل ته پیسې ورکوي د لست په سر کې راځي او د الوتکو الوتنې چې تاسو ېې په لټه کې یاست وروسته راځي.

د اروپايي مصرفونکو سازمانو یو استازی کوستاس روسوګلو وايی:

’’مونږ وینو چې ګوګل د خپلو رقیبانو په زیان خپلو خدمتونو ته د لومړیتوب حق ورکوي’’.

هغه وايی: ’’ خو دا موضوع مشتریانواو مصرفونکو ته نه ده روښانه، نو ځکه موږ وایو چې دا د مشتریانوغولول دي. د مشتریانو لپاره ډیرانتخاب هم نشته’’.

د ځینو هغو شرکتونو لپاره چې د انټرنیټ له لارې بیې پرتله کوي دا یو لوی مصیبت دی. هغوی اوس دوه انتخابه لري- د دې لپاره چې د لټون په وخت کې د لست په سر کې راشي باید ګوګل ته پیسې ورکړي که نه نو په لومړۍ پاڼې کې به یې نوم نه وي موجود.

د جرمني د یوې چاپي خپرونکې موسسې، اکسیل سپرینګر، اجرايوي مشر ماتیاس دوفنر، د ګوګل مشر ایریک شمیت ته په یوه پرانیستي لیک کې وویل چې د ګوګل د سوداګرۍ تګلاره داسې ده لکه چې د رقیبانو څخه په زوره پیسې اخلي- او په حقیقت کې هغوی ته وايي چې ’’که نه غواړې چې و دې وژنم، نو باید راته پیسې راکړې’’.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اکسیل سپرینګر موسسې اجرايوي مشر ماتیاس دوفنر وايي د ده شرکت د ګوګل او د هغې د ځواک څخه وېره لري

ډېر سازمانونه او خپرونکې موسسې د ګوګل یا د تکنالوژ‎ۍ د نورو امریکايي کمپنیو په اړه اندیښمن دي ځکه چې د دوی سوداګري د ګوګل د ستر او پیاوړي شرکت له خوا تر فشار لاندې ده.

خو د ګوګل د اروپايي چارو مشر پیټر بارون ټینګارکوي چې د دوی شرکت د خپل دریځ څخه ناوړه ګټه نه اخلي.

هغه وايي چې د څه مودې راهیسې یې د مشتریانو د آسانتیا په خاطر په خپل کارکې بدلون راوستی دی.

د مثال په توګه هغه وايي:

’’څو کاله وړاندې کله چي به خلکو د یو شي د موندلو لپاره مثلا د یوې کمرې د پیدا کولو لپاره لټون کاوه، مستقیما به هغه شي ته نشو تلای بلکې لومړی به د بیو د پرتله کولو ویبپاڼې ورته ښودل کېدې او بیا به هغو ویبپاڼو ته تلل او خپل د اړتیا وړ شیان به یې موندل’’.

هغه وايي: ’’دا د مشتریانو لپاره یوه ډېره بده تجربه وه، هغوی موږ ته وویل چې دوی دا نه غواړي. نو د کلونو په تېرېدو موږ بدلون راوست او هغه ویبپاڼې مو د لست له سره ښکته کړې چې مشتریانو ته یې کوم ارزښت نه درلود’’.

خو د لټون او د بیو د پرتله کولو لانجه یوازینۍ ستونزه نده. د ګارتنر څېړونکې موسسې کارکونکی تایلو کازلوفسکي وايي ترانسپورت به یوه بله لویه ستونزه وي.

د انځور حقوق BBC World Service

ګوګل هیلمن دی چې د هغې بې چلونکی موټر به ’’د خوځښت په ډګر کې د بدلون راوستلو سره د خلکو ژوند کې ښه والی راولي’’.

څېړونکی کزلوفسکي وايي د تکنالوژ‎ۍ شرکتونه ’’د موټرو د صنعت د پیړیو زوړ سوداګریز ماډل ترلاسه کولو سره دلچسپي نلري- هغوی غواړي نوي ارزښتونه رامنځته کړي، مشتریانو ته د خوځښت نوې حل لارې پیدا کړي او د هغوی سره په بل ډول اړیکې ولري’’.

هغه وايي: ’’دا یو له هغو لانجو څخه ده چې فکر کوم سږ کال او راتلونکو څو کلونو کې به یې ووینو’’.

د یوبر د ټیکسي شرکت د سافټویر او بالاخره د بې چلونکي موټرونو په رامنځته کېدو سره به په سړکونو کې نور موټر ډېر کم شي، او خلک به هغه موټر ډېر نه رانیسي. دا حالت به د اروپايي موټر جوړونکو لپاره ډېر ننګونکی وي.

د اروپايي پارلمان غړی آندریاس شواب باورلري چې د اروپا لپاره مهمه ده چې همدا اوس سم مقررات جوړکړي، مخکې له دې نه چې امریکايي شرکتونه نور اروپايي سوداګریز شرکتونه هم له منځه یوسي.

هغه وايي دا مهمه ده، ځکه چې د موټرو او روغتیا دیجیتالي څانګې او د سوداګرۍ داسې نورې برخې ’’د لوبې یو هواره میدان ولري چې نوښتونه نه یوازې په یو ځای کې ـ دسلیکان په درې کې- بلکه د نړۍ په ټولو برخو کې رامنځته شي.

ورته مطالب