د اوکراین ختیځ کې د اوربند عملي کېدل پیل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یاغي جنګیالیو د حکومت تر کنټرول لاندې دیبالتسیو ښار کې جګړې ته دوام ورکړی

د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوو بېلتونپالو ترمنځ د شوي اوربند عملي کېدل پیل شوي، د اوکرایین ولسمشر خبرداری ورکړی که چېرې بېلتونپال دغه اوربند مات کړي، هېواد به یې له نرمۍ کار ورسره وانخلي.

وړاندې د اوکرایین ولسمشر ویلي وو د روسي پلوو بېبلتونپالو له لوري توغندیو د اوربند هوکړه له لوی خطر سره مخامخ کړې ده.‌

پیټرو پوروشینکو پر روسیې دا تور هم پورې کړی،‌ چې په مینسک کې د اوربند له لاسلیکېدو سره سره یې د پام وړ بریدونه ډېر کړي دي.

امریکا وايي، اندېښمنه په دې ده چې ځینې رپوټونه وايي په سیمه کې روسیې د بېلتونپالو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جن ساکي ویلي، هغه رپوټونه په مینسک کې پنځه ورځې وړاندې له تړون سره تضاد لري، چې ګني روسیې د اوکرایین په ختیځ‌ کې بېلتونپالو ته ټانکونه او د توغندي ویشتلو نوی سیستم ورکړی دی.

تر اوسه په ډاګه نه ده چې دغه توغندیز بریدونه له کوم لوري شوي دي،‌ خو د اوکراین په ختیځ دونڅک او لوهانڅک کې هم د اوکرایین پوځ او هم روسي پلوي یاغیان یو او بل د استوګنځایونو په نښه کولو تورنوي.

په پام کې ده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکرایین په ختیځ کې د اوربند عملي کولو د ارزونې لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.

د بیلاروس مرکز مینسک ښار کې د روسیې او فرانسې د ولسمشرانو او د جرمني د صدر اعظمې په حضور د اوربند هوکړه وشوه، چې سر له شنبې ورځې به عملي کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اوکرایین ولسمشر پوروشینکو وايي، که څه هم اوربند شوی، خو د سولې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده

د اوربند یو مهم شرط له سیمې نه د درو وسلو ایستل او د بندیانو تبادله هم شامل و.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

د اروپايي هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړی که چېرې روسیه دغه اوربند مراعات نه کړي، پر مسکو به نور بندیزونه ولګول شي.

د مینسک تړون

  • اوربند به په ځايي وخت ۱ بجه (ګرینویچ ۲۲:۰۱ بجې) د فبرورۍ پر ۱۵ عملي کېږي
  • له سیمې به د فبرورۍ پر ۱۶،‌ درنې وسلې ایستل کېږي، او په دوو اونیو کې به دا چاره بشپړېږي
  • ټول بندیان به خوشي کېږي، آن په جګړه کې ښېکلو بندیانو ته به هم بښنه کېږي
  • د اوکرایین له خاورې به ټول بهرني پوځيان او وسلې ایستل کېږي، ټولې ناقانونه ډلې به بې وسلې کېږي
  • اوکرایین به اجازه ورکوي چې د یاغیانو سیمه کې عادي ژوند پیل شي، او بندیزونه به ورباندې ختموي
  • د ۲۰۱۵ تر پایه به د یاغیانو سیمو کې د اساسي قانون په لړ کې اصلاحات راوستل کېږي
  • که وضعیت ښه و،‌ د ۲۰۱۵ تر پایه به اوکرایین له روسیې سره خپل سرحد ټینګوي
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب