بډایه کاناډا، خو تر ۲۰۰ زرو ډېر بې کوره وګړي

د انځور حقوق Reuters

څرنګه چې پوهېږو کاناډا په جې ۲۰ هېوادونو کې، د خپلو سرچینو له برکته ډېر ښه وضعیت کې دی. ژوند پکې ډېر آرامه ښکاري، خو د بې کورۍ جدي ستونزه پکې شته. تر دوو سوو زرو ډېر کسان له بې کورۍ سره مخامخ دي.

له ۱۹۹۰ مو کلونو څخه را پدېخوا بېوزلي ورځ تر بلې ورځې ډېرېږي. دا وروسته له هغه ډېر شول چې فډرالي حکومت پر دولتي کورونو د پیسو کمول پیل کړل. د دې ډول حالت زغمل په نړۍ کې هیڅ چا ته آسانه نه دی، خو د کاناډا په ساړه ژمي کې، له تاوده استوګنځای او له تودو کالیو پرته، د انسان ژوند ګواښولی شي.

اوسني ژمي کې، په کاناډا کې د سړې هوا له وجې د څو کسانو د مړه کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د بي بي سي خبریالې، سیان ګرېفتس له کاناډا څخه د خپلو سترګو لیدلی حال وايي چې پښتو ژباړه یې ثنا ساپۍ چمتو کړې ده.

د هغه څه برخلاف چې کېدای شي ځلیدونکي معلومات پاڼې ووایي، په کاناډا کې ژوند کول د سکي وهلو د اوږدې رخصتۍ په څېر نه ده. ښايي د کاناډايي کېدو لپاره ډېر زیار اېستلو ته اړتیا وي. اړ به یاست چې د نړۍ یو له ترټولو ناملایمې هوا سره ځان عیار کړئ- او یا داچې یخ به مو ووهي.

په اوټاوا، د کاناډا په پلازمېنې کې ژمی په دې معنا ده چې له منفي ۳۶درجې سړې هوا او له پرې کونکو تُندو بادونو سره ګُذاره وکړئ.

دا خو لا پرېږده چې د واورې توپانونه راپورته کېږي، د شمالي قطب بادونه، د پلنو پرتو واورو له رغونو او کله پر تورو کنګلونو راتېرېږي او لګېږي - ډېر کرغېړن دی.

هر پوستکی چې وي، د غړو د چاودې کېدو او ژوبلېدو ګواښ یې په تر ټولې بدې هوا کې شته، خو که آسانتیاوي سرچینې مو ښې وي، نو کېدای شي پرې اخته نه شئ.

لکه ډېری کاناډایان زه په یوه ښایسته او تاوده کور کې ژوند کوم. مخکې له دې چې دباندې ولاړ شم، زه اکثراً دوه درې تاوده کالي سرپرسر اغوندم، د وړیو جرابې، دوه جوړې دستګشې، یوه توده خولۍ، یو لوی پوست د غاړې دستمال او د ژمي بوټونه.

ښه، تاوده او د اوبو ضد بوټونه ډېر اړین دي. له سړو، لندو پښو سره مو، یخ وجود ته لار مومي. ددغو ټولو پوښونو سربېره، زه د ژمي یو ډېر دروند او ګران کوټ اغوندم. په یوه تاوده موټر یا په بس کې کښېنم، او اکثراً یوې تودې ودانۍ ته ورځم.

د انځور حقوق

دا ورځنۍ تیاري، شمالي قطب ته د تلو پرمهال د یوه څېړونکي له تیارۍ څخه لږ شانې کم دی، خو کاناډایانو همدغه د خپل ورځني ژوند د برخې په توګه منلې ده.

خو که تاسې پرسړک پاتې- بې کوره یاست، کېسه بالکُل بدله ده. هغوی هغه سرچینې نه لري چې له دغې هوا سره مقابله وکړی شي. دوی له خیراتي کالیو سره ګُذاره کوي چې لندېدای شي، غلا کېدای شي او په آسانۍ ورکېدای شي.

دوی د یوه تاوده ځای په هيله دي چې خپل سر پرې کېږدي. پرسړک پاتې-بې کور والی که د نړۍ په هر ګوټ کې وي، له خطره ډک دی، خو د کاناډا په ژمي کې بې له شکه چې ژوند ګواښوي.

د اوټاوا په بې وارت مارکېټ Ottawa’s Byward Market کې،دSalvation Army Shelter یا د ژغورنې د پوځ په پناه ځای کې، د ودانۍ دهلیز له هغو سړو ډک دی چې کرۍ ورځ په کنګلیزې هوا کې په کوڅو کې سرګردانه ګرځېدلي دي.

د انځور حقوق AP

په کوم ماښام چې ما له دغه ځایه ليدنه وکړه، خلک پکې نه ځاېېدل، داسې لکه ټول ښار چې دلته پناه اخستې وي او ټول کټونه به نن شپه ډک وي. پرته له وړیو بل هېڅ ځای به د ويده کېدو لپاره پاتې نه شی، خو لږ تر لږه په ودانۍ کې دننه خو دي.

په پناه ځای کې زه له دوو پرسړک پاتې- بې کورو سره ګورم، یریک او یډریان Eric and Adrian. یریک د شپې لپاره کټ لري خو يډریان ډاډه نه دی چې شپه به یې چېرې شي، د چا پر کوچ که په یخې کوڅې کې.

یریک چې ډېر ښه هم غږېږي، خړ او ژر بخُني وېښتان او برېتان لري. د هغه خړ پړ مخ یوه اندازه یخنۍ وهلی ښکاري...

هغه دا تشریح کول چې په سړې هوا کې څه احساس کوئ، او ویې ویل « که تاسې خپل لاس په یخچال کې کېدئ، نو بې حسه کېدل به يې احساس کړئ». کله چې کنګلیز-باد منفي ۳۶ درجو ته ورسېږي، د یوه عادي یخچال دوه برابره یخني احساسوې. هغه راته وویل « چې په ګرځېدا شې، ورسره بلدېږې».

هغه وايي چې له ۱۸ میاشتو راهیسې په سیسټم کې دی. د هغه لسو ملګرو ځانونه وژلي،د ډېرې دوا په خوړو او له بد روغتیايي حالته مړه شوي دي. له حده ډېره سړه هوا یو بل ورځنی ګواښ دی. په کاناډا کې بې کوره خلک، د عامو وګړو نیمايي قدر ژوند کوي.

یډرین چې اصلاً د جامیکا دی، ځان کُپ نیولی او داسې ښکاري چې په پرله پسې توګه هڅه کوي ځان تود کړي- که څه هم دننه دی. لس کاله پر سړکونو ؤ. هغه وایي کله نا کله په کوڅه کې څملي ځکه چې نه پوهېږي د مخُدره توکو روږدوالی یې سرحد چېرې رسوي.

د انځور حقوق Reuters

یریک وايي په پناه ځای کې له ۱۵۰ کسانو سره اوسېدل ځان عیارول غواړي.

"د ډېرو وړو شیانو پر سر جګړه پېښېدای شي. کله چې هوا سړه شي، پناه ځای ډکېږي او مصروفېږي. باید پر خپلو شیانو پام وساتئ، ځکه چې د ډېرو کسانو لپاره، څه چې لري همدغه یې ټوله شتمني ده."

د خدمت- رسوونکي په موټرونو کې ګرځي او خلک راتلو ته هڅوي. دوی تاوده کالي او د خوب کولو سیاره بستره هغو ته ور-رسوي چې دننه یې راوستلای نشي. په دې تمه چې که وکړای شي هغوی د خپل تقدیر په لاس کې مصئون پرېږدي چې یوه بله سړه شپه تېره کړي.

خیریه کارکونکي وايي دا رښتیا ده چې ځینو بې کوره کسانو به په پناه ځایونو کې بدې تجربې درلودلې وي، خو دوی د هغو کسانو تشویش کوي چې پر قضاوت یې رواني ناروغۍ او پر مُخدره توکو روږدوالی اغېز کړی، دغه کسان سمه پرېکړه نشي کولی چې کله باید دننه ولاړ شي.

د انځور حقوق

هرڅوک بې کوره کېدلای شي. د ژوند ناورین لکه طلاق یا د دندې له لاسه ورکول د چا ژوند مخ په ښکته تاو-راتاو ولی شي. ډېر کسان ښايي له رواني ناروغیو او روږدوالي سره لاس او ګرېوان وي. ویل کېږي ډېر کاناډایان داسې یوه حالت کې دي چې که یوه د چک پیسې یې ورنکړل شوې، پناه ځای ته به اړتیا لري.

دغو سړو ماته وویل چې دوی د دولتي کور په مُنتظرینو کې دي، خو دا ډېر اوږد انتظار دی.

د اوټاوا ښار د بې کورۍ د له منځه وړلو لپاره لس کلن پلان لري، خو د یریک او يډرین لپاره، تر هغه مهاله، لس ژمي په منځ کې دي.

یریک وایي، د اوس لپاره یې دې ته ملا تړلې چې "ژوندی پاتې شي".

"په تېره بیا، اوس چې هوا مخ په سړېدو ده. هره ورځ داسې ژوند کوې، لکه ستا د ژوند وروستۍ ورځ چې وي.''