د کوپنهاګن پولیس:‌ برید کوونکی مو وواژه

د انځور حقوق AP
Image caption پولیس وايي، ددواړو پېښو ترمنځ کوم څرګند تړاو نه شته

کوپنهاګن کې پولیس وايي هغه سړی یې وژلی، چې پر دوی یې ډزې وکړې. دوی وايي پېښه د ډنمارک پلازمېنې هغه ځای کې رامنځته شوه، چې له دې مخکې پکې تېره شپه ډزې شوې وې. پولیس څېړنه کوي، چې ایا دغه سړي په هغو پېښو کې لاس درلود که نه، چې تېره شپه رامنځته شوې.

هغو پېښو کې پر یوه کېفې او د یهودانو پر یوه عبادت ځای ډزې شوې وې.

له دې مخکې په یوې کېفې کې د بیان ازادۍ موضوع پر سر د بحث پر مهال ډزې وشوې، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی و او دوه نور ټپیان شول. په دویمه پېښه کې دغه ښار کې د یهودانو مرکزي عبادت ځای ته څېرمه د ډزو پایله کې یو یهودی سړی ووژل شو او دوه پولیس ټپیان شوي وو.

د ډنمارک پلازمېنه کې د یهودانو یوې کلیسا ته څېرمه ډزې شوې،‌ چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. ویل کېږي برید کوونکی پلی له سیمې تښتېدلی دی.‌ وړاندې د کوپنهاګن په یوه خوړنځي کې هم ډزې شوې وې.

په دویم برید کې یو کس پر سر ویشتل شوی او وژل شوی او ټپي شوي پولیس دي چې په لاسونو او پښو یې ویشتلي وو.‌

تر دویم برید څو ساعته مخکې په لومړي برید کې یوه وسله وال یو کس وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

ډنمارکي تلویزیون ویلي د نورپورټ په نامه د اورګاډو لویه میترو خالي شوې ده.

د کوپنهاګن په منځ‌ کې پر یوه خوړنځي یوه وسله وال کس داسې مهال ډزې وکړې چې د سویډن لاري فیلکس کارتون جوړوونکی پکې په خبرو بوخت و.‌

دغه کارتون د اسلام د ستر پیغمبر د کارتون رسمولو له کبله په مرګ ګواښل شوی و.‌

پولیس وايي، دغه پېښې کې له ۴۰ ډېرې ډزې شوې دي.

دویم برید د یکشنبې ورځې پر ګهیځ وختي په کریسټالګالد سړک شوی دی.‌

د رامسوس ریدیرش په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي،‌ کارتونیست له خپلو ځینو ملګرو سره د قهوې څښلو لپاره بهر ته وتلی و،‌ دی وايي ‌ډزې یې وانه ورېدې،‌ خو یو سړی یې پر ځمکې لوېدلی ولید.

پولیسو د بریدګر عکسونه خپاره کړي، چې د لټون لپاره یې د ښار په لر او بر کې لټون پيل شوی دی.

د انځور حقوق EPA

د ډنمارک لومړۍ وزیرې هیلي تورنینګ شمیت د لومړي برید تر شا انګیزه سیاسي بللې ده.‌

د انځور حقوق AP
Image caption پولیس وايي، برید کوونکی پلی له سیمې تښتېدلی دی

پولیسو د برید کوونکي موندلو پراخ لټون پیل کړی دی.

په کوپنهاګن کې د بي بي سي خبریال مالکولم برابانټ وايي، پولیس وايي لومړۍ پېښه له دویمې سره کوم تړاو نه لري.

زموږ خبریال وايي، په کوپنهاګن کې د موټرو هارنونه او د چورلکو غږ اورېدل کېږي او وېره دا ده چې نور بریدونه ونه شي.

د انځور حقوق epa

پولیسو د خلکو د غونډېدو په ځایونو کې د نه راټولېدو سپارښتنه کړې ده.‌

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق AFP