"اسلامي دولت" فرانسې ته د نورو بریدونو ګواښ کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "اسلامي دولت'' په دې وېډیويي پیغام کې په فرانسوي ژبه غږېدونکو مسلمانانو ته ویلي "همدا اوس وخت دی چې خپله ټاکنه وکړئ، دا د ایمان او کفر ترمنځ جګړه ده، د حق او باطل ترمنځ مبارزه ده، باید سر له اوسه خپل دریځ معلوم کړئ چې له چا سره به درېږئ."

"اسلامي دولت" ډلې په یوه نوې وېډیو کې فرانسې ته په پاریس کې د نورو خونړیو بریدونو ګواښ کړی دی.

په دغه وېډیو کې چې "فرانسې ته پیغام" نوم یې ورکړی، ویل شوي پر پاریس ځکه نور بریدونه کوي چې "له ټولو سرو کرښو" یې پښه اړولې ده.

په پیغام کې فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند، فرانسوي ولس او بلجیم ته په فرانسوي ژبه یو پیغام وړاندې شوی چې په کې وايي "د "اسلامي دولت" جنګیالي هرځای ته رسېدونکي دي، اوس ریښتیا کابوس پیل شوی، ځکه چې اصلي جګړه اوس پیل شوه."

په دغه وېډیويي پیغام کې دا هم راغلي "اوسمهال د "اسلامي دولت" بې شمېره جنګیالي د اسلام پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) ته د سپکاوي د غبرګون لپاره پاریس او بروکسل کې د نویو بریدونو امر ته تیارسئ ولاړ دي."

"اسلامي دولت'' په دې وېډیويي پیغام کې په فرانسوي ژبه غږېدونکو مسلمانانو ته ویلي "همدا اوس وخت دی چې خپله ټاکنه وکړئ، دا د ایمان او کفر ترمنځ جګړه ده، د حق او باطل ترمنځ مبارزه ده، باید سر له اوسه خپل دریځ معلوم کړئ چې له چا سره به درېږئ."

په تېره جنورۍ کې هم پاریس کې د چارلي ابدو مجلې پر دفتر برید وشو، چې ۱۲ کارتون جوړوونکي پکې ووژل شول، چې بیا وروسته د درو ورځنیو عملیاتو په لړ کې لږترلږه ۱۷ کسان ووژل شول.

ورته مطالب