زرګونه ترکي ښځو د وژل شوې مېرمنې په ملاتړ احتجاج کړی

د انځور حقوق BBC World Service

ترکیې کې زرګونو ښځو د هغې مېرمنې وژل کېدو پېښې خلاف احتجاج کړی، چې ویل کېږي د یوه بس ډرېور له لوري د جنسي تېري هڅې لړ کې وژله شوې وه.

پولیسو د جمعې په ورځ د ۲۰ کلنې اوزګیسان سوځل شوی مړی د میرسین ښار یوه سیند څنډې ته وموند.

دوی د دغې وژنې په شک درې کسان نیولي دي، چې یو د مني بس چلوونکی دی، د هغه پلار او یو بل ملګری یې دي.

د ترکیې ولسمشر او لومړي وزیر د وژلې شوې پېغلې اسلان له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې.

لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ژمنه کړې، چې د پېښې عاملین به ولټوي او د خپلې کړنې سزا به ورکړي.

اغلې اسلان د رواني علومو محصله وه او د چهارشنبې په ورځ هاغه مهال وتښتوله شوه، چې کور ته پر لاره وه.

داسې ادعا کېږي، چې ډرېور هڅه کوله پرې جنسي تېري وکړي، خو وايي هغې مقاومت کاوه، چې وروسته په چاړه وهله شوې او وژله شوې ده.

د انځور حقوق BBC World Service

له دغې وژنې وروسته د ترکیې په لر او بر کې سخت غم اوغوسه راپاریدلي. په سویلي ترکیې کې د اغلې اسلان پلارګني ښار میرسین په شمول د ترکيې په ګڼو ښارونو کې مېرمنو احتجاجې غونډې کړې.

استانبول کې دوو بېلو غونډو کې مېرمنو د پېښې په اړه احتجاج وکړ.

ترکیې کې د مېرمنو حقونو فعالان وايي تېره یوه لسیزه کې دغه هېواد کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښو کې ډېروالی راغلی.

ځايي رپوټونه وايي، یوازې پروسږ کال دغه هېواد کې له درې سوه ډېرې مېرمنې د نارینه وو په لاس وژلې شوې دي او پر ۱۰۰ نورو جنسي تېری شوی دی.

سیودا بایراموګل چې د سولې نوښت نومي ادارې اړونده ده له حکومته غواړي، چې له زور زیاتي نه د مېرمنو خوندي ساتلو لپاره باید نوي قوانین جوړ کړي.

دا وايي: "سړي مېرمنې وژنې، پرې تېری کوي، زور زیاتی ورسره کوي او حکومت دا د سړیو حکومت دوی ژغوري، موږ له پارلمانه غواړو، چې د دغه زور او ظلم مخه ونیسي".

د اغلې اسلان وژنه ښايي ترکیې کې د ښځو سره د زور زیاتي کونکو خلاف فعالیتونو یو ځای کېدو سبب شي.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service