د یمن په اړه د امنیت شورا بېړنۍ غونډه

د انځور حقوق AP
Image caption د امنیت شورا د دغې مصوبې له مخې د حوثیانو له خوا د پارلمان لغوه کېدل غندل او د خلیج شموله یوه حل غوښتنه یې کړې ده.‌

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن په اړه پر هغه پرېکړه لیک بېړنۍ غونډه جوړه کړې،‌ چې له مخې به یې حوثي یاغیان د یمن له ښارونو وځي، خو د همکارۍ شوار غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم خپله پرېکړه کوي.

حوثیانو د امنیت شورا له پرېکړې مخکې هر راز ګواښ رد کړی دی.‌

د امنیت شورا د پرېکړه لیک یوه کاپي چې ځینو رسنیو ته له تصویب مخکې رسېدلې ده، وايي حوثیان به له حکومتي بنسټونو خپل وسله وال او یاغیان وباسي، پلازمېنه او ولایتونو کې به امنیت ټینګوي او بندیان به خوشي کوي.

د امنیت شورا د دغې مصوبې له مخې د حوثیانو له خوا د پارلمان لغوه کېدل غندل شوي او د خلیج شموله یوه حل غوښتنه یې کړې ده.‌

خبریالان وايي، په دغه پرېکړه لیک کې ۷۰ سلنه برخه مادو کې پر حوثیانو او د هغوی پر کړنو نیوکې شوې دي.

د انځور حقوق Reuters

د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا له امنیت شورا غوښتي وو چې دغې شورا ته د پرېکړه لیک عملي کولو واک ورکړي، چې په لړ کې یې یمن کې وضعیت آرام شي.

په ریاض کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر خالد بن محمد العطيه په مشرۍ ددغې شورا تر غونډې وروسته،‌ په یوه اعلامیه کې ویل شوي "د نړیاولې سولې او امنیت خوندي کول په یمن کې د پرله پسې کودتا له کبله له ګواښ سره مخامخ دي."

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د یمن د قانوني چارواکو ملاتړ کوي، او د مستعفي شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي او نورو چارواکو احتجاج غندي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه شورا،‌ نړیواله ټولنه او امنیت شورا باید په یمن کې د حوثیانو د ناقانونه کړنو درولو پروړاندې ګام واخلي.‌

د حوثیانو غبرګون

د حوثي ډلې ویاند د خلیجي هېوادونو دغه دريځ‌ "د هغوی د سیاسي اهدافو زیږنده" بللی چې په وینا یې "د دوی پرېکړه د لوېدلو ولسونو د ګټو ساتلو لپاره نه ده."

محمد عبدالسلام د یمن خبري اژانس‌ (سبأ) ته د یکشنبې په ورځ وویل،‌ د یمن ولس "به د هېڅ‌ کوم ګواښ او خطر پروړاندې سر ټیټ نه کړي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption یمن کې د حوثیانو له لوري د پارلمان منحلول په کور دننه او بهر کې وغندل شول

د حوثیانو سیاسي شورا د فبرورۍ پر ۲مه،‌ د صنعاء ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر غونډې وروسته د "اساسي قانون اعلان" په نامه یو فرمان صادر کړ،‌ چې پارلمان یې پکې منحل کړی،‌ د انتقالي ملي شورا تشکیل یې اعلان کړی او له پنځو غړو یې د ولسمشرۍ شورا جوړه کړې ده.

د انځور حقوق EPA

ددوی دغه اعلان په یمن او ګرده عربي نړۍ کې په پراخه کچه د عامو خلکو له لوري رد شو، او دا یې په یمن کې د حوثیانو له لوري د قانون پروړاندې کودتا وبلله.‌