امنیت شورا له حوثیانو د واک پرېښودو غوښتنه کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption امنیت شورا پخپله پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړی چې یمن د (سقوط) په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن له حوثیانو له هېڅ قید او شرط پرته په صنعاء کې له حکومتي ودانیو د وتلو او د ولسمشر هادي او د کابینې د نورو غړو د جبري اوسېدو ختمولو غوښتنه کړې ده.‌

دغې شورا پخپل پرېکړه لیک کې له غړو هېوادنو هم غوښتي چې د یمن په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.‌

د امنیت شورا پرېکړه لیک د تېرې یکشنبې په ورځ د ۱۵ مثبتو رایو په لرلو تصویب شو.‌

په پرېکړه لیک کې د عربي هېوادونو له شورا نه د حوثي یاغیانو پروړاندې د پوځي ګام اخیستو اشاره نه ده شوې.

د تېرې شنبې په ورځ د عربي هېوادونو شورا (عربستان،‌ بحرین،‌ کویت،‌ اماراتو،‌ عمان او قطر) یوه اعلامیه خپره کړه او له امنیت شورا یې په یمن کې د ملګرو ملتونو د اووم فصل پربنسټ د حوثیانو پرضد د مداخلې غوښتنه کړې وه.

یوه میاشت مخکې، حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعاء کې ولسمشر هادي او د کابینې غړي له دندو لیرې کړل.

حوثیان چې ځانونه انصارالله بولي، له څو اونیو راهیسې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي او لومړي وزیر خالد بحاح په ګډون د جګپوړو چارو د استعفا په پلمه لاریونونه کول، چې بالاخره دوی یې په جبري ډول پر کورونو کښېنول.

امنیت شورا پخپله پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړی چې یمن د (سقوط) په حال کې دی.

په وروستۍ یوه اونۍ کې ګڼو غربي او عربي هېوادونو یمن کې خپل سفارتونه وتړل.‌

د انځور حقوق epa
Image caption عربي هېوادونه د حوثیانو د بغاوت تر شا د ایران لاسونه بولي، خو ایران او حوثیانو دا تورونه رد کړي دي.
د انځور حقوق AFP
Image caption یمن کې ډېری لوېدیځو او عربي هېوادونو خپل سفارتونه وتړل

د امنیت شورا کې راغلي، که چېرې حوثیان د واک پرېښودو ته غاړه کښې نه ږدي، نو امنیت شورا چمتو ده چې نور ګامونه پورته کړي.

حوثیانو د یمن پارلمان منحل کړ او د ولسمشرۍ یوه شورا یې جوړه کړه.‌

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption د امنیت شورا کې راغلي، که چېرې حوثیان د واک پرېښودو ته غاړه کښې نه ږدي، نو امنیت شورا چمتو ده چې نور ګامونه پورته کړي.

د حوثیانو پر دغو کړنو د یمن د ننه سخت لاریونونه وشول.

عربي هېوادونه د حوثیانو د بغاوت تر شا د ایران لاسونه بولي، خو ایران او حوثیانو دا تورونه رد کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق EPA
Image caption د حوثیانو پر دغو کړنو د یمن د ننه سخت لاریونونه وشول.

ورته مطالب