انټرنیټي غلو یو میلیارد ډالر غلا کړي دي

د انځور حقوق Getty
Image caption د رپوټ چمتو کونکې ډلې مشر سرګي ګولووانو په وینا ' دا غلا په خورا ماهرانه انداز تر سره شوې دي.'

د کمپیوټرونو خوندیتوب په اړه یوه رپوټ ښيي، چې د نړۍ لر او بر کې نژدې ۱۰۰ مالیاتي ادارې او بانکونه د بې ساري انټرنېټې غلاوو ښکار شوي دي. د کمپیوټر خوندیتوب ادراه کسپرسکي اټکل دادی، چې دغه بریدونه ۲۰۱۳ کال کې پیل شوي وو او وايي اوس هم روانې دي.

دوی وايي اټکل دادی، چې دغو غلاوو کې تر یو میلیاردو ډالرو پورې غلا شوې ده. د یادې کمپنۍ په وینا دغو غلاوو کې د روسیې، چین او اکراین د غلو لاس دی. د کسپرسکي په وینا دوی دې لړ کې له انټرپول او یوروپول سره په شریکه څېړنه پیل کړې ده.

د انټرپول ډیجیټل جرمونو سره مبارزې مرکز مشر سنجې ورماني په وینا ' دا بریدونه یو ځلې بیا ثابتوي، چې مجرمان د هر سسټم له نیمګړتیاوو ګټه اخیستلای شي'

د کسپرسکي په وینا په دغو بریدونو کې نوی اړخ دادی، چې دا ځلې غلو مشتریانو پر ځای مخامخ پر بانکونو او مالي ادارو بریدونه کړي دي.

امنیتي شرکت د مجرمانو دغه ډله ځورونکې بللې، چې وايي د بانکونو کمپیوټرونو ته ویروس داخلوي او هلته شته ټول فعالیتونه څاري. وايي دوی هغه ټولې چارې څاري، چې د بانکونو کارکونکي یې ترسره کوي.

ځینو مواردو کې دغه غله توانیدلي، چې له یو شمېر بانکي حسابونو نه خپلو حسابونو ته پېسې ولېږدوي او یا له بانکي ماشینونو نه پېسې وباسي.

د شرکت په وینا د دغو غلاوو تر منځ د یوې میاشتې ځنډ موجود دی او هر ځلې له بانکي حسابونو نه تر لسو میلیونو ډالرو پورې پېسې غلا شوې دي.

د دغه شرکت د رپوټ چمتو کونکې ډلې مشر سرګي ګولووانو په وینا ' دا غلا په خورا ماهرانه انداز تر سره شوې دي.'